افغان ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ، مکې معظمې څخه ریاض ته ورسېد او هلته يې د د الحرمین الشریفین خادم او د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز سره وکتل.
سلمان بن عبدالعزیز په دغه کتنه ولسمشر غني ته وویل، چې هېواد به يې له افغانستان څخه د سولې په ګډون خپل هيڅ ډول مرستې ونه سپموي.
همدارنګه دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اقتصادي، امنیتي او فرهنګي اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دواړو مشرانو دا هم وویل، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ به په یادو برخو کې د اړیکو پراختیا په سیمه کې د سولې او امن د ټینګښت سبب شي.
د ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د الحرمین الشریفین خادم او د سعودي عربستان پادشاه ډاډ څرګند کړ، هر هغه څه چې په وس کې لري له افغانستان څخه به يې ونه سپموي او په دوامدار ډول به له دغه هېواد سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.
ولسمشر غني او سلمان بن عبدالعزیز هوکړه وکړه، چې د دغو دوه اړخیزو همکاریو لپاره دې د دواړو هېوادونو د ګډ پلاوي لخوا یو چوکاټ برابرشي.
د سعودي عربستان پادشاه زیاته کړه، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې د دوه هېوادونو اړیکې نه، بلکې د دوو مسلمانو وروڼو ملتونو ترمنځ اړیکې دي، چې د دواړو ملتونو د سوداګرو، پانګوالو او فرهنګیانو ترمنځ راشه درشه کولای شي دغه اړیکې لا نورې هم پراخې کړي.
سلمان بن عبدالعزیز زیاته کړه عربستان چمتو ده، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ مسلمانو هېوادونو سره هر راز مرستې وکړي.
ولسمشري ماڼۍ ګاږي، افغان ولسمشر د مکې په کنفرانس کې، چې د سعودي عربستان په کوربه توب د اسلامی هېوادونو ترمنځ د تروریزم پرخلاف د مبارزې د همغږې کولو په موخه جوړ شوی و، د دغې ناوړې پدیدې پرخلاف د سعودي عربستان دریځ وستایه.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، چې تروریزم د یو سیستم له مخې ورانونکي فعالیتونه کوي، سیمې او نړۍ ته پکار ده چې لومړی دغه سیستم په ښه ډول وپیژني او بیایې پرخلاف خپلې هڅې همغږې کړي.