اجرایه رییس د وزیرانو شورا په غونډه کې د پاکستان حکومت د نه همکارۍ او په هېواد کې د وروستیو چاودنو په اړه توندې څرګندونې وکړې.
ډاکټر عبدالله وویل، چې د ملي یووالي حکومت د پاکستان حکومت ته خپل ښه نیت ښودلی، خو دوی په تېرو ۱۰ میاشتو کې د پاکستان حکومت له لوري د ترهګرو په ځپلو د ملي یووالي حکومت سره هیڅ ډول ریښتينې همکاري نه ده کړې.
ده همدا راز په وزیرانو شورا کې وویل، چې پاکستان د افغانستان دښمن خپل دښمن بللی و، خو "نن یې په کور کې په رڼا ورځ د افغانستان دښمنان راټولیږي او د افغان ملت د وژنو پلان جوړه وي."
د اجرایه رییس دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره افغان حکومت خپله بهرنۍ پالیسي په ۵ حلقو کې اعلان کړه، چې په لومړۍ حلقه کې ګاونډیان شامل و.
غني د ملي یووالي حکومت په لومړیو شپو، ورځو کې د جګپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستاني چارواکو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته لاړ.
د یاد سفر موخه د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کول و، چې د شکونو او دواړه اخیزو تورونو له کبله یې اړیکې ترینګلې شوې وې.
د ولسمشر له سفر نه وروسته د پاکستان حکومت ګڼ شمېر حکومتي چارواکي افغانستان ته راغلل ، چې په ورستیو کې نواز شریف د پاکستان د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې سلاکار سرتاج عزیز، د پوځ لوی درستیز راحیل شریف او یو شمېر نور پاکستاني چارواکي کابل ته راغلل.
نواز شریف په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان دوښمن د پاکستان دوست نه شي کېدلای.
همدا ډول هغه مهال د پاکستان حکومتي چارواکو د ۶ میاشتو په اوږدو کې د سولې د عملي خبرو د پیل ژمنه وکړه.
اخوا د سياسي چارو کارپوه کبير رنجبر سلام وطندار ته وویل، چې له دې وروسته افغان حکومت باید د پاکستان حکومت مستقیم مخاطب کړي او د وران کاريو پړه په نورو وا نچوي.
د پاکستان حکومت د همکاریو دغه تود تګ راتګ او د ترهګرو د ځپلو ژمنو په اړه عبدالله نن د (اګسټ په ۱۰مه) وویل، چې زه د اجرایه رییس په توګه شاهد یم، چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان حکومت هیڅ ډول ګام نه دی پورته کړی.
ده وویل، "دوه کاله د جنایت کار ملاعمر له وژنې تېرېږي، چې په پاکستان کې وژل شوی. خو لا هم یې د ده په نامه د افغانستان د بربادۍ او د جګړې د دوام لپاره ترې کار اخیستل کېده".
عبدالله وویل، چې په پاکستان کې پېښه وشوه، افغان حکومت ورسره لازمه مرسته وکړه.
ده د وزیرانو شورا په ناستې کې وویل، چې د شاه شهید، قصبې او د پولیسو اګاډومۍ پېښې د طالبانو له خوا شوي او دغه کسان په پاکستان کې دي.
ده تېر ته په اشارې سره وویل، پاکستان کې د طالبانو علني ناستې کیږي، پاکستان هغه خبرې هېرې کړي، چې" د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان نه دي."
د ويلو ده، چې د نوي حکومت له راتګ څخه وروسته له پاکستان سره د وروستيو اړيکو په باب دا لومړی جدي ګوتڅنډنه ده، چې د افغان لوړ پوړي حکومتي چارواکي له لوري د پاکستان پر وروستيو کړنو کيږي.