
اجرایه رییس ډاکټرعبدالله د وزیرانو شورا غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې نن (دوشنبه) به د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ولسمشر غني د پاکستان له صدر اعظم نواز شریف سره په دوه اړخیزه غونډه کې وګوري.
عبدالله د پاریس په دوه اړخیزه غونډه کې د ولسمشر غني او نوازشریف د ملاقات اجندا په ډاګه نه کړه.
اجرایه رییس زیاته کړه، چې څو ورځې وړاندې کابل ته د پښتونخوا سیاسي مشرانو د سفر پرمهال له ولسمشر غني څخه وغوښتل، چې د پاریس د غونډې پرمهال دې د پاکستان صدراعظم سره په دوه اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
ده وویل، چې ولسمشر غني د دغوسیاسي مشرانو بلنه ومنله.
عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې د پاریس په غونډه کې ښايي تاریخي تصمیمونه ونیول شي او دې غونډې ته ښه چمتووالی نیول شوی او د ۱۸۰ هېوادونو مشران په کې ګډون کوي.
په همدې اړه عبدالله وویل، چې د پاریس له غونډې وروسته به ولسمشر محمد اشرف غني ایټالیا، سویډن او المان هېوادونو ته هم سفرونه ولري.
اجرایه رییس دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې پرون ورځ(یکشنبه) مشرانو جرګې د شاه شهید تر پېښې وروسته د ولسمشر دریځ ننګه کړې وه او ویلي و، چې غني دې د پاریس په غونډه کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره نه ګوري.
د جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ویلي و، چې ترڅو پاکستان د افغان سولې په برخه کې عملي کار ونه کړي او پایله یې معلومه نه شي؛ افغان ولسمشر دې په پخواني دریځ ودریږي.