عبدالله: د وینا ازادي په اړه زموږ په ذهنیت کې ستونزې شته

اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن کابل کې په ځانمرګي برید کې د ۹خبریالانو وژل کېدلو یوکلن تلین په یادغونډه کې دغه ټکی څرګند کړ.

یو کال مخکې پر همدې ورځ د کابل په شش‌درک سیمه کې ځانمرګې برید د ۹ خبریالانو ژوند اخېستې و.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، که هر څومره څوک د خپل مستبد او انحصارګر ذهن پټولو هڅه وکړي؛ بیا هم کله چې له خلکو سره مخېږي؛ خلک خپله قضاوت کوي.

ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې د خلکو غږ خپولو هڅه تر پایه نه بریالۍ کېږي.  

ښاغلي عبدالله په غونډه کې د عدلي – قضایي او امنیتي بنسټونو له چارواکیو وغوښتل چې د خلکو حقونو ته رسېدنه وکړي.

یاد غونډې ته لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې اوس د وینا ازادي او خبریالانو سره د تاوتریخوالي موضوع په اړه په لویه څارنوالۍ او په ټوله کې د دولت په کچه حساسیت رامنځته شوی‌دی.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه، کله چې د وینا ازادي او خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښه رامنځته کېږي؛ لویه څارنوالۍ له ځنډ پرته لاس په کار کېږي.

ښاغلي حمیدي د یک ټلوېزیون د خپرونو مسوول عبدالله خنجاني قضیې په اړه وویل چې لویې څارنوالۍ په‌دې اړه خپل قانوني اقدام کړی‌دی.

ښاغلي خنجاني شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې دعوه کړې‌وه چې د ولسمشر ساتونکیو ورسره ناوړه چلند کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام