عبدالله: د نظام بدلون په اړه د لويې جرګې هر ډول پریکړه منو

د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د نظام د بدلون په اړه باید لویه جرګه دایره شي او په دغه جرګه کې، چې هر ډول پریکړه وشوه، نو دوی ته به د منلو وړ وي.

نوموړي په هغې غونډه کې چې د دلوې۲۶ مې نیټې په ویاړ کابل کې د حراست او ثبات شورا او د جهادي حزبونود عالي شورا له‌خوا د مجاهدینو په ملاتړ جوړه شوې وه زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې د نظام د بدلون پلوي کوي او باید ریاستي نظام په پارلماني بدل شي.

همدارنګه ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې د شوروي په وړاندې د افغانستان د خلکو جهاد د ستایلو وړ دی او په اوس وخت کې دا چې امنیتي سرتیري له هیواد څخه دفاع کوي جهادي کسان بلل کېدای شي.

عبدالله وویل، چې دولت باید نیوکه منونکې و اوسي او پری نه‌ږدي چې د هیواد دښمنان له کورنیو نیمګړتیاوو ګټه واخلي.

عبدالله زیاتوي، چې د ملي وحدت د شتون پانګه د دوی ژمنې دي چې باید یې پلي کړي او دوی د خپلو ژمنو د پوره کولو له‌پاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

له بل لوري بیا، غونډې ته د نوې جبهې مشر انوار الحق احدي په اوسني نظام نیوکه وکړه او وې ویل، چې اوسنی نظام قانوني مشروعیت نه‌لري، ځکه چې حکومت د خپلو ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلی دی.

احدي وویل، چې په هیواد کې اوسنې نظام بد نه‌دی، بلکې ناسم مدیریت د دې لامل شوی، چې نظام یې د نیوکو لاندې راوستی دی.

په غونډه کې د حراست او ثبات مشر عبدالرب رسول سیاف وویل، چې حکومت باید د هیواد اوسني وضیعت ته ډیره پاملرنه وکړي او د هیواد ګاونډیان باید د افغانستان له بربادۍ لاس واخلي ځکه چې د افغانستان بربادي د ټولې اسیا بربادي ده.

سیاف وایي، چې دوی د اوسني نظام د له منځه وړلو غوښتونکي نه‌دي او اوسنی نیمګړی نظام هم په بې نظامۍ غوره وبلله.

سیاف زیاتوي، چې په اوس وخت کې د افغانستان خلک ټول په یوه کښتې کې سپاره دي که دا کښتې ډوبه شي، نو یواځې لاملین یې نه، بلکې ټول ولس پکې ډوبیږي.

همدارنګه په غونډه کې د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني وویل، چې حکومت باید په اداراتو کې د اصلاحاتو د راوستلو ترڅنګ د ټاکنو پروسه کې روڼوالی رامنځ ته کړي، ترڅو پر حکومت د خلکو باور بېرته را ژوندی شي.

غونډې ته راغلو یوشمیر سیاسي او جهادي شخصیتونو د افغانستان د خلکو قربانۍ وستایلې او له حکومته یې وغوښتل، چې باید د هیواد د ابادۍ له‌پاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام