خان ولي عادل هغه څوک دی، چې د خپل کورنۍ د ظلم او استبداد پر وړاندې يې سکوت کړی او تاوان يې هم ورکړی دی.
هغه خپل کور سره د تل له پاره خدای په اماني کړی او کابل ته راغلی دی.
عادل د یوې خيمې لاندې تحصن کړی او د همدغې خیمې شپه او ورځ تېروي.
نوموړی شاوخوا یوه میاشت وړاندې له سلام وطندار سره د خبرو اترو پر مهال ویلي و، چې دی د ناوړه دودونو او د خپلو خویندو د خراب وضعیت په اړه درېدلی او فضا ورباندې دومره تنګه شوې، چې خپل ښار او کلي پرېښودو ته اړ يې کړ.
هغه ادعا کوي، چې پلار يې ډېر پر سنتي ارزښتونو باور لري او دغو رواجونو پرې سخت اثر کړی دی.
پلار يې مور ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي هغه وايي، چې پلار يې وايي: " ښځه یا په کور ده یا په ګور ". له ټولو بد دا، چې خپل لورګانې نه پريږدي، چې ښوونځيو ته لاړې شي.
د عادل خورګانې حتا له لومړنیو زده کړو هم محرومې دي.
عادل بیا د خپل پلار پر خلاف په دې باور دی، چې ښځې هم د یو انسان په توګه کولای شي له نورو سره ښوونځيو ته لاړې شي، درس ووايي، د خپل راتلونکي په اړه خپله پريکړه او عادي ژوند وکړي.
عادل زیاتوي، چې د خپل پلار او مور سره زیاته مينه کوي، خو د هغه پر خبره د خپل پلار او مور سره يې مینه د دې معنا نه ورکوي، چې پر خپلو خویندو ظلم و زغمي.
هغه په ځلونو د خپلو ورونو او خویندو پر وړاندې د ظلم کولو راپورونه د پولیسو قومندانۍ، څارنوالۍ او حتا سپین ږیرو ته ورکړي، خو پر وینا يې دغه ټول کارونه نتیجه ور نه کړه.
هغه وايي، په همدې دلیل خپله لاس په کار شوی او په پلازمېنه کې يې د تحصن خيمه وهلې ده.
د عادل پر خبره، وروسته له هغه چې د پلارسالارۍ په اړه په سلام وطندار کې د ده په اړه د راپور نشرولو وروسته اوس د خلکو ذهنیت هم بدل شوی او زیات خلک له ده سره په خیمه کې د زړه خوالې له پاره راغلي دي؛ د خلکو له لوري له عادل سره د زړه خواله کول هغه راتلونکي ته هیله مند کړی دی او د مبارزې له پاره يې عزم د پخوا نه هم پياوړی شوی.