ظاهر قدير: د وکیلانو ژوند تر ګواښ لاندې دی

د ولسي جرګې لومړی مرستيال حاجي عبدالظاهر قدير وايي، چې په دې وروستيو کې د یادې جرګې وکيلانو امنيت په پوره ډول خوندي نه دی او باید افغان حکومت دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستيال ظاهر قدير نن دوشنبه (۲۰۱۵ م زيږديز/ د مارچ ۳۰) وویل، دوی ته داسې اطلاعات په لاس ورغلي، چې د دغې جرګې وکيلان د امنيتي پلوه تر ګواښ لاندې دي.

ظاهر قدير په وخت د وکيلانو د امنيت خونديتوب په اړه خبرداری ورکوي، چې تېره ورځ د کابل ښار په شاه شهيد سيمه کې په ولسي جرګې کې د پکتیا د خلکو پر استازي ګل پاچا مجیدي برید وشو.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چاودنې په اړه رسنيو ته وویل، چې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ په دغه برید کې د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي هم ټپي شوی و.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال زياته کړه، چې امنيتي چارواکي باید په دې اړه جدي پاملرنه وکړي او د وکيلانو د امنيت خوندي کولو لپاره په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.

ده وویل، " امنيتي ارګانونو ته هدايت ورکول کيږي، چې د وکيلانو او نورو  هېوادوالو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي" او په وينا يې امنيتي چارواکي باید خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.

له څو مياشتو راهيسې دا دويم ځل دی، چې  د ولسي جرګې پر غړي ګل پادشاه مجيدي برید کيږي.

په دې اړه حاجي عبدالظاهر قدير وايي، چې پر ګل پاچا مجيدي د بريد څخه يو میاشت مخکې خبر و او په دې اړه امنيتي چارواکي هم معلومات لرل.

د ولسي جرګې غړې نظیفې ذکي وویل، د کابل په ښار کې اوس ورځ تر بلې امنیت د خرابېدو په حال کې دی او د وکیلانو امنیت هم له ګواښ سره مخ دی.

نوموړې زياته کړه، چې پر ګل پادشاه مجيدي برید باید جدي وڅېړل شي او د نورو وکيلانو د امنيت خوندي ساتلو په برخه کې هم باید رغنده ګامونه واخیستل شي.

نظيفې دا هم وویل، چې پر ګل پاچا مجيدي د بريد د تحقيقاتو په اړه باید امنيتي مسوولين ولسي جرګې ته وضاحت ورکړي.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ويلي وو، چې د شاوخوا درې زرو پوليسو په ګډون نږدې سل رنجرې او یو شمېر وسلې يوازې د ملي شورا د غړو امنيت ساتلو په برخه کې بوخت دي او غواړي، چې يو شمېر پوليس، موټر او وسلې بېرته د دغو غړو څخه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام