د دوو مشرانو لرونکي المپیک ملي کمېټې یو مشر ظاهراغبر په رسمي توګه نن د (فېبرورۍ پر ۱۳مه) په یوه خبري غونډه کې د المپیک مشرۍ لهپاره د روانې میاشتې له کېدونکیو ټاکنو څخه لاس په سر شو.
اغبر اعتراف وکړ، چې پرته له کوم فشاره د المپیک مشرۍ ته له خپلې نوماندۍ څخه تېرېږي او نورو ځوانانو ته به د دی مسوولیت اخیستلو موکې ورکړي.
د نوموړي پر وینا، هدف یې د افغانستان د ورزش پرمختګ دی او له همدې کبله هڅه کوي، د ازاد رقابت له لارې د افغانستان المپیک ملي کمېټې لهپاره د فدراسیونونو مشران خپل نوی مشر وټاکي.
که څه هم په رسمي توګه د المپیک مشرۍ ترلاسه کولو لهپاره د نوماندانو لېست نهدی اعلان شوی؛ خو د افغانستان د تکواندو لوبې د وتلي لوبغاړي نثاراحمد بهاوي، عظیم او احمد شاه نومونه یادېږي، چی ټاکنو ته ولاړ دي.
تر اوسه په افغانستان کې ۲ المپیک کمېټې وې، چې د یوې مشري ظاهراغبر او د بلې سرپرستي بیا محمود حنیف په غاړه لرله، چې دی کار له تېرو ۲ کلونو راهیسې د افغانستان ورزش او لوبغاړیو ته بېمخینه زیان رسولی دی.
د ظاهراغبر پر مشرۍ المپیک ملي کمېټه چې د نړیوالې المپیک شورا له ملاتړه برخمنه ده، د روانې فېبرورۍ پر ۲۰مه نېټه د ټاکنو نېټه اعلان کړې ده.
خو د افغان حکومت له ملاتړ او بودیجې څخه برخمن محمود حنیف په سرپرستۍ کی د المپیک ملي کمېټې د فېبرورۍ پر ۲۰ مه نېټه کېدونکې ټاکنې غیرقانونې وګڼلې.
د محمود حنیف په سرپرستۍ کې المپیک ملي کمېټې بیا اعلان کړې دی، چې د المپیک مشرۍ له پاره به ټاکنې په راتلونکی (وري) میاشت کې وشي.