د غور ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري سلاموطندار ته وویل، طالبان نه یوازې د هرات – غور لویېلارې په ځینو برخو ولکه لري؛ بلکې د دغه ولایت په شپږو لوېدیځو ولسوالیو کې هم فزیکي حضور لري.
د ښاغلي قادري په وینا، طالبان له څو میاشتو راهیسې د غور شپږو ولسوالیو اوسېدونکیو، هټیوالو او دولتي کارکوونکیو ته د لیکونو په استولو سره، له هغوی پیسې ټولوي.
د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي، د طالبانو په لیک کې راغلي چې د سیمې هر اوسېدونکی باید سل افغانۍ، د هر موټر، موټرسایکل او د ژرندې په ماشین له ۲ تر ۵ زرو افغانیو او د هرې غوا او پسه پرسر ۵۰۰ افغانۍ دغې ډلې ته ورکړي.
قادري خبرداری ورکوي، که حکومت د طالبانو د خوځښتونو او باج اخیستو مخنیوی ونه کړي د پسرلي موسم کې به امنیتي حالت زښته خراب شي.
د غور مدني فعالان د دې ولایت په زیاترو سیمو کې د طالبانو موجودیت د اندېښنې وړګڼي او وايي، دوی په وار ـ وار د مرکزي او ځايي حکومت له چارواکیو غوښتي چې د ترهګرو په مهمو مرکزونو بریدونه وکړي؛ خو تراوسه دغې غوښتنې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
خو د غور امنیې قوماندان غلام مصطفی محسني د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو دغه ادعاوې ردوي او وايي، طالبان یوازې ترخپل واک لاندې سیمو کې باج اخلي.
د نوموړي په خبره، تراوسه یې له دولتي کارکوونکیو او ولسي خلکو څخه د طالبانو باج اخیستنې څرنګوالي په اړه یې هېڅ راپور نه دی ترلاسه کړی.
دا اندېښنې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د غور ولایتي شورا او مدني فعالانو په خبره، کومې پیسې چې طالبانو راټولوي د امنیتي ځواکونو سره د جګړې لهپاره وسلې او مهمات پرې اخلي.