طالبان د غور د تولک ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان کیندي

د غور ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري وایي، طالبانو یو شرکت ته اجازه ورکړې‌ده چې د تولک ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان د کیندلو چارې پیل کړې‌دي.

ښاغلی قادري زیاتوي چې په وار ـ وار يې دا ستونزه د غور له چارواکیو سره شریکه کړې‌ده؛ خو لا هم په‌دې اړه کوم ګام نه‌دی پورته شوی.

د ده په وینا، طالبانو د یو شرکت نه په هر ټن کې خپله ځانګړې برخه اخلي.

د غور ولایت یو شمېر مدني فعالان تیمورشاه احمدي او محمدعارف عابر هم د اندېښنې په څرګندولو سره له سیمه‌ییزو چارواکیوغواړي چې د دې کان د غیرقانوني کيندنې مخه دې ونیول شي.

دوی په ورته وخت کې له حکومته دا هم غواړي چې امنیتي ثبات رامنځته کړي او له دې سترې عایداتي سرچینې خپله ګټه واخلي.

خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي چې د تولک ولسوالۍ د سکرو کان د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې دی او یوازې د سیمې اوسېدونکي ورنه ګټه اخلي.

ښاغلی خطیبي زیاتوي، تېرکال د هاشمي ګروپ په نامه یو شرکت په‌دې کان کې کار کولو؛ خو په‌دې دلیل چې ګټه یې ورته نه کوله؛ تړون یې فسخه کړ.

د غور ولایت د ولایتي شورا د غړیو او مدني فعالانو په وینا، د سم مدیریت په صورت کې د تولک د ډبرو سکرو کان د دې ولایت د ټولو اوسېدونکیو د سون توکیو اړتیاوې پوره کولی شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام