طالبان د سولې خبرو له‌پاره پاکستان ته تللي

د وسله‌والو طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې ګڼ‌شمېر طالب مشران له افغان‌حکومت سره د سولې د خبرو او د سولې د پروسې د مدیریت په پار پاکستان ته ستانه شوي‌دي.

سرچینه وايي، طالبانو پلان لرلو چې په نږدې څوو ورځو کې خپل پسرلنې عملیات اعلان کړي؛ خو له افغان‌حکومت سره د سولې د خبرو اترو په موخه دغه عملیات ځنډېدلي دي.

سرچینه ټینګار کوي چې طالبان سولې ته ژمن دي؛ خو که‌چېرې د سولې مذاکرات کومې پایلې ونه رسېږي؛ دوی به له خپلو نویو تشکیلاتو سره یوځای خپل پسرلني عملیات پيل کړي.

د طالبانو دا سرچینه هیله‌من دی چې په قطر کې د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ به د سولې شپږمې غونډې کې دواړه خواوې یوې پرېکړې ته ورسېږي.

ومو غوښتل چې په پاکستان کې د وسله‌والو طالبانو د نوې غونډې د جزیاتو په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم واخلو؛ خو نوموړي په‌دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري پاکستان ته د طالب‌مشرانو د سفر په اړه څه نه وايي؛ خو ټینکار کوي چې افغان‌حکومت او د سولې عالي شورا د هر هغه بهیر ملاتړ کوي چې د سولې خبرې اترې ځواکمنولی شي.

ټاکل شوې‌وه چې په قطر کې د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ د سولې شپږمه غونډه د روانې اپریل میاشتې پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه وشي؛ خو د ځېنو دلایلو له امله د همدې میاشتې ۱۹مې نه تر ۲۱مې ورځې ته وځنډېدله.

ورته مطالب:

طالبان د سولې په مشورتي لویې جرګې کې ګډون نه‌کوي

د مصالحې رهبري شورا او هغه څه چې د پردې تر شا وو

په مرکچي پلاوي د دولت او طالبانو متناقض لیدلوری

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام