
د مهمو دولتي چارواکو په ریاست له برید وروسته ولسمشر غني په ملي شورا کې وویل، چې په اعدام د محکوم شویو کسانو دوسیې به لاسلیک کړي.
د افغان ولسمشر له دې بیان وروسته وسله والو طالبانو پرون (جمعه) ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړله او حکومت ته یې ګواښ وکړ، چې که د دوی بندیان اعدام شي، ناوړه پایله به ولري.
د وسله والو طالبانو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د افغان حکومت دغه پرېکړه "جنګي جنایت" دی.
وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې کاږلي، چې له ټولو هغو چارواکو سره به حساب وکړي، چې د دې پرېکړې له پاره یې زمېنه برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي دوه ورځې مخکې رسنیو ته به خبرو کې ویلي و، چې په اعدام د محکوم شویو کسانو لومړنی نوملړ ولسمشر محمد اشرف غني ته استول شوی او د هغه له تایید وروسته به د محکمې حکم پرې تطبیق شي.
وسله والو طالبانو په دې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی به عدلي او قضايي ادارې او ټول هغه کسان چې د طالبانو د بندیانو د اعدام پلوي دي؛ په نښه به یې کړي.

د طالبانو له لوي په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي دي ، چې د افغانستان عدلي او قضايي ادارې د نړۍ د فاسدو ادارو په نوملړ کې دي او دوی د هیڅ ډول حکوم د صادرولو صلاحیت نه لري.
طالبانو د بشرحقونو له نړیوالو بنسټونو، ازادو رسنیو، سرې میاشتې او له نورو ادارو غوښتي دي، چې د افغان حکومت د دې پرېکړې په اړه چوپ پاتې نه شي.
طالبان وايي، د اعدام د حکوم تطبیق به د دوی غوسه را وپاروي او له طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو او د بهرنیو ځواکونو اسیرانو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.
طالبانو ویلي دي، چې په زندانونو کې د دوی ملګري عدلې او قضايي ادارو کې د بډو ورکولو توان نه لري او له همدې امله په اعدام محکومیږي.
په دې اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د محکمې حکوم په ټولو مجرمانو په لازمي ډول عملي کېږي او افغان حکومت د ټولو ترهګریزو ډولو په وړاندې مقابله کوي.
د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګریزو ډلو د بندیانو د اعدامولو موضوع وروسته له هغې راپورته شوه، چې د پل محمود خان په سیمه کې د مهمو دولتي چارواکو د ساتنې په ریاست برید وشو.