د فاریاب ولایت د شېرین تګاب ولسوالۍ سیمه ییز مسوولان وايي، چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې له یو زده کړیاله سر پرې کړی او د یوې کم عمرې ماشومې په ګډون یې ۴ تنه ټپیان کړي دي.
د شېرین تګاب ولسوال سید لقمان ګهریک سلام وطندار ته وویل، وژل شوی زده کړیال خیرمحمد نومېږي، چې د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. د ده په خبره، خیر محمد د پوهنتوني رخصتیو له ختمېدا وروسته له سمنګانه فاریاب ته په لاره و، چې تېره ورځ ناوخته مهال د دشت فیض په سیمه کې د طالبانو له خوا له موټره ښکته کړی او وړی یې دی.
ګهریک وویل، چې طالبانو نن سهار د دې زده کړیال جسد چې سر یې پرې شوی و، د دشت فیض په سیمه کې د عمومي سرک په غاړی اچولی و، چې د امنیتي ځواکونو له خوا د میمنې ښار روغتون ته وړل شوی دی.
په ورته وخت کې د فاریاب پوهنتون مسوولان وايي، چې یاد زده کړیال خیر محمد نومېد او د زراعت پوهنځي د درېیم ټولګي محصل و، چې د طالبانو له خوا یې سر پرې شو.
له بل لوري په شېرین تګاب ولسوالۍ کې د هاوان د یوې مرمۍ له امله د یوې ماشومې په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د شېرین تګاب ولسوال سید لقمان ګهریک همدارانګه وویل، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز د هاوان مرمۍ په غورځولو سره یوه ماشومه او څلور تنه ټپيان کړي دي.
ده زیاته کړه، چې ټپيان د میمنې ښار روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.