طالبانو په جوزجان کې ۹ کروندګر برمته کړل

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت د اقچې ولسوالۍ په قره‌بوین سیمې کې د ۱۱ کروندګرو نه ۹ هغه له خوبه راپاڅولي او له ځانه سره وړي دي.

د اقچې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمدایوب سلام وطندار ته وویل، طالبانو دا کروندګر ځکه له ځانه سره وړي دي، چې طالبانو ته یې د دولتي ځمکو د اجارې پيسې نه ورکولې.

د هغه پروینا، طالبانو څه موده مخکې له دې کروندګرو غوښتي وو، چې دوی ته د دې دولتی ځمکو د اجارې پيسې وکړي؛ ګنې د کرنې حق نه‌لري.

د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، چې دا کروندګر اصلاً د مردیان ولسوالۍ د جنګل رایغ سیمې اوسېدونکي دي.

طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام