د بلخ سیمهییز چارواکي وايي، چې بېګا شپه د بلخ په جمتال ولسوالۍ کې د پاڅونوالو یو سیمهییز قوماندان له خپلو ۱۳ کسانو سره د طالبانو لهخوا د یو کمين په ترڅ کې ووژل شول.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد بیا سلام وطندار ته وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د چمتال او چهاربولک ولسوالیو په لېرو پرتو سیمو کې جګړه روانه ده.
د ده پر وینا، د دې دوو ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د ځپلو لهپاره چاڼیز عملیات پيل شويدي.
فرهاد زیاتوي، تر دامهاله د طالبانو د تلفاتو په اړه کره معلومات نهلري.