د فاریاب د بلچراغ ولسوال عبدالجمیل وايي چې طالبانو بېګا په بلچراغ ولسوالۍ کې یوه کونډه ښځه او یو ۲۰ کلن ځوان په ډزو وژلي دي.
ولسوال زیاته کړه چې دغه ځوان د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و چې له څوو ورځو راهیسې په بلچراغ ولسوالۍ کې د دې میرمنې په کور کې اوسېده چې طالبان پرې خبر شوي او بېګا يې دواړه د مېرمنې په کور کې وژلي دي.
وسلهوالو طالبانو دغه خبر تایید کړې او ادعا یې کړې چې دا کسان يې د نامشروع اړیکې په جرم وژلي.
خو د وژل شویو کسانو یو خپلوان وايي چې غلامسخي د دې مېرمنې له خپلوانو و چې بلچراغ ولسوالۍ ته د مېلمستیا لهپاره راغلی و او وسلهوالو طالبانو ووژلو.