طالبانو د کابل برېښنا غوڅه کړې

طالبانو بېګاه په نیمه شپه د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ په کیله‌ګي سیمه کې کابل ته د راغلې برېښنا پایه ویجاړه کړه.

د بغلان ولایت د برېښنا ریاست مسوولان وايي، طالبانو لومړی د برېښنا مټې درې پښې په برقي ماشین غوڅې کړي او وروسته یوې هغې پښې ته یې ماین ایښی و.

د دې ولایت د برېښنا رییس سلطان احمد عزیزي سلام‌وطندار ته وویل، د پېښې سیمې ته د پایې جوړولو له‌پاره د لویو ماشیونو لېږد ستونزمن دی.

نوموړي وویل، سم لاسه یې کابل د یو سرکېټ له لارې موقته برېښنا ورکړې ده.

عزیزي وايي، دوی هڅه کوي د پېښې سیمې ته اړین ماشیونونه ورسوي. په خبره یې، ویجاړې شوې پایې بیا ځلي جوړېدل څو ورځې وخت اخلي او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل د سیمې امنیت ټینګ کړي.

د دوشي ولسوالۍ د امنیې قوماندان اغا میر غفوري وايي، ګډ امنیتي ځواکونه د سیمې امنیت ټینګښت له‌پاره ګومارل شوي دي.

طالبانو له دې مخکې خبرداری ورکړی و، که د هغو سیمو خلکو ته چې د برېښنا پايي، یې له ځمکو تېرې شوي برېښنا ورنه کړي؛ دا پایې به ویجاړې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام