د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ نه د ولایتي شورا غړي نصیرحمد فقیري سلام وطندار ته وویل، طالبانو بېګا ۱۲ بجې د جغتو ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ او د څوو ساعتونو لهپاره یې دا وداني پهخپل واک کې نیولې وه.
ښاغلی فقیري وايي، طالبانو د ولسوالۍ د ودانۍ په نیولو سره ټولو وسایلو او تجهیزاتو ته اور ورته کړ او سهار یې بېرته ولسوالي پرېښوده.
د ده په وینا، طالبانو د زنهخان او واغظ ولسوالیو هم بریدونه کړي.
ورته وخت کې د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي، د طالبانو بریدونه په شا تمبول شويدي او د جغتو ولسوالۍ د جګړې په پایله کې اور اخېستی دی.
د نوري په خبره، په واغظ ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال ۸ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه زیاتوي، په زنهخان ولسوالۍ کې د پولیسو ځانګړي قطعې یو قوماندان له ۳ سرتېرو سره وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپيان دي.
د غزني د والي ویاند په خبره، امنیتي ځواکونونو په نورو سیمو کې تلفات نهلرل.
طالبانو تراوسه پورې د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.