د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلاموطندار ته وویل، طالبانو د پوځي عملياتو پيل په غبرګون کې د څرخ ولسوالۍ ښوونځي تړلي دي.
ښاغلی صالح زیاتوي د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې هڅې پيل کړي چې دا ستونزه حل او تړل شوي ښوونځي بېرته د زدهکوونکیو پرمخ پرانیزي.
بل خوا د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپورعرب وايي، طالبانو په څرخ کې د ټولو ښوونځيو دروازو تړلو ترڅنګ د پوهنې کارکوونکي هم ګواښلي دي.
دی زیاتوي په څرخ ولسوالۍ کې ٣٠ ښوونځي دي چې د شاوخوا ٢٢٠٠ نجونو په ګډون څه باندې ١١ زره ماشومان او تنکي ځوانان په کې زدهکړې کوي.
بلخوا د څرخ ولسوالۍ زدهکوونکیو سلاموطندارسره په خبرو کې له ښکېلو غاړو وغوښتل د دوی د زدهکړو مخه ونه نیسي.
لومړني معلومات
د لوګر ځايي چارواکي وايي چې وسلهوالو طالبانو د څرخ ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي دي، خو طالبان بیا دا ادعا نه مني.
د لوګر د څرخ ولسوال محمدحنيف حنيفي سلام وطندار ته وويل چې طالبانو د پوځي عملياتو د پيل په غبرګون کې ښوونځي تړلي دي.
هغه وايي، وړمه شپه امنيتي ځواکونو په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو د يو قوماندان مولوي محمد په کور په عملیاتو کې هغه وژلی چې طالبانو یې په غبرګون کې د دې ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمدشاپور عرب هم سلام وطندار ته د طالبانو له لوري د ښځوونځیو تړل ومنل.
ښاغلی عرب زیاتوي، د پوهنې ریاست هڅه کوي چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
بل لور ته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند بولي ویلي دي په څرخ ولسوالۍ ښوونځي دوی نه دي تړلي په اړه به څېړنه کوي.