
په زابل ولایت کې د شاهجوی ولسوالۍ د موسیزیو ۵ کلیو اوسېدونکي وايي، طالبانو خبرداری ورکړی و چې د شنبې تر مازیګره خپل کورونه پرېږدي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان په ښکاره خلکو ته د خپل جګړهییز پلان په اړه له سیمو د وتلو په اړه خبرداری ورکوي.
طالبانو د کلیو مشرانو ته ویلي چې د موسیزیو په ۵ کلیو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو د بریدونو پلان لري.
د شاهجوی ولسوالۍ دوه اوسېدونکي عبدالقادر او محمدغوث چې طالبانو مرکز کلات ته شړلي؛ وايي چې خپل ټول شته یې پرېښي دي او په یوازې ځان له کورونو راوتلي دي. دوی زیاتوي چې کورونه، حیوانات او کروندې ورنه په بېبرخلیک حالت کې پاتې دي او که رښتیا هم عملیات پیل شي؛ د دوی شتمني به له خاورو سره خاورې شي.
د زابل د ولایتي شورا غړي اسدالله کاکړ هم له سلاموطندار سره په ټيلیفوني خبرو کې وویل، له شاهجوی ولسوالۍ څخه شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د ولایت مرکز کلات او د شاهجوی ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي او د خپلوانو په کورونو کې شپې او ورځې تېروي.

کاکړ وايي، وسلهوالو طالبانو داسې مهال خلکو ته د سیمې پرېښودو امر کړی چې په سیمه کې د حاصلاتو د راټولولو وخت دی او که جګړه پیل شي؛ عام ولس ته به ډېر مالي زیانونه واوړي.
خو د زابل امنیه قومندان مصطفی مایار خلکو ته ډاډ ورکوي چې د طالبانو د هر ډول برید ځواب به ورکړي او غوښتنه کوي چې د شاهجوی اوسېدونکي دې د طالبانو په خوله خپل کورونه نه پرېږدي.
د مايار په وینا، سیمې ته یې تازهدمي ځواکونه لېږلي او د اړتیا پر مهال به نور هم ور واستوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د معلوماتو لهمخې، د شاهجوی ولسوالۍ د موسیزیو سیمه د زابل په کچه یوه مهمه ـ کرنیزه سیمه ده چې اوسمهال پهکې د باغونو او کروندو حاصلات ثمر ته رسېدلي دي.
خو دا لا روښانه نهده چې وسلهوال طالبان رښتیا هم پهدې سیمه کې جګړهییز پلان لري او که خلکو ته د دې خبرداري ترشا نور پلانونه لري.