وسلهوالو طالبانو تېره ورځ ۳۶ مسافر ـ چې له کندهاره د دایکندي کجران ولسوالۍ ته تلل ـ برمته کړل. طالبانو تر دې دوې ورځې مخکې د دایکندي ـ کندهار لویه لار تړلې وه.
د دایکندي ولایتي شورا غړی غیرتعلي جواهري سلاموطندار ته وویل، دا لومړی ځل نهدی چې د دایکندي ـ کندهار په لویې لارې خلک برمته کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم پر یادې لارې د دایکندي اوسېدونکیو برمته کولو ترڅنګ، د هغوی مالونه چور شوي؛ خو دولت یې په اړه څه نهدي کړي.
د نوموړي په وینا، د یادو ۳۶ برمته شویو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.
خو د دایکندي ولایت امنیه قوماندان غلامسخي غفوري که څه هم د دې پېښې پخلی کوي؛ خو وايي طالبانو له یادې لارې د کجران ولسوالۍ ۱۲ اوسېدونکي برمته کړي.
د غفوري په وینا، د راپورونو لهمخې، یرغمل شوي کسان شکنجه شوي نهدي او د دایکندي سیمهییزې ادارې مسوولانو د کجران ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو له لارې له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي چې تر سبا به یې خوشې کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو د تلې میاشتې په ۲۴مه د دایکندي ولایت کجران ولسوالۍ پر ځېنو کمربندونو ډلهییز بریدونه وکړل چې له کبله یې ۸ امنیتي ځواکونه ووژل شول.