د جوزجان د ولایتي شورا یو غړی ملاامرالدین دانشجو سلام وطندار ته وايي، د جوزجان خماب ولسوالۍ له ډېرې سختې نښتې وروسته نن سهار د طالبانو له لوري سقوط شوه.
د هغه په خبره، همدامهال د ولسوالۍ وداني، څو کلي او د ملي امنیتي او ملي پاڅونوالو څو پوستې هم طالبانو نیولې دي او د دې ولسوالۍ افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي.
د جوزجان د خماب ولسوالۍ امنیه قوماندان اسماعیلخان هم تاییدوي چې د دې ولسوالۍ ټول امکانات او تجهیزات نن سهار د طالبانو په لاس سقوط شول.
د خماب امنیه قوماندان زیاتوي چې تر اوسه له ۱۰ ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي او له ۵۰ ډېر د طالبانو په محاصره کې دي.
ښاغلي اسماعیلخان دا هم وویل چې د ملي پاڅونوالو ۸ تنه له خپلو ټولو تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شويدي.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړیدی.
په همدې حال کې د د جوزجان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې هم مني چې یاده ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
بلخوا د سرپل والي محمدظاهر وحدت سلاموطندار ته ویلي چې د دې ولایت پر مرکز او صیاد ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو ډلهییزو بریدونو له کبله ۱۷ امنیتي ځواکونه او ۳۹ طالبان وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو رسنیو ته په رالېږل شوي پیغام کې ادعا کړې چې د جوزجان ولایت خماب ولسوالۍ مرکز او د سرپر ولایت مرکز اړوند د بلغلي سیمه یې نیولې ده.