
وسله وال طالبانو نن سهار د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ ته ننوتل او د څو شېبو له پاره یې ددې ولسوالۍ واک په لاس کې واخیست.
ددې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې په هغه یو ساعت کې چې وسله والو طالبانو د خواجه غار واک واخیسته نو دخلکو دوکانونو ته یې اورونه واچول او د دوی په وینا اوس له ویرې غرونو ته وختل.
په همدې حال کې د تخار والي یاسین ضیا وايي، طالبانو په کندوز کې تر لاسه کړي نظامي وسایلو څخه په ګټې اخیستنې امنتي ځواکونو ته فریب ورکړی و او په چل د ولسوالۍ بازار ته داخل شوي وو.
د تخار د والي په وینا، امنيتي ځواکونو له یو ساعته جګړې وروسته طالبان له دې ځایه ویستلو ته اړ کړل.
د تخار والي ډاکتر یاسین ضیا وايي چې د امنیتي نهادونو د سیاسي کېدو له کبله ولسوالۍ او سیمې د طالبانو او امنتیي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس کيږي.
د خواجه غار ولسوالۍ په جګړه کې د والي د ساتونکو په شمول ۶ تنه وژل شي او ۶ نور امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي .
امنيتي سرچینې وايي، چې په دې جګړه کې وسله وال طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغوی په دې اړه څه نه دي ویلي.