طالبانو د تخار دشت‌کلا ولسوالي سقوط کړه

د تخار د والي ویاند سنت‌الله تیموري وايي چې د تخار ولایت دشت‌کلا ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ د طالبانو له لوري ونیول شوې.

د هغه په خبره، طالبانو د دشت‌کلا د امنیت مدیریت ودانۍ ته اور اچولی دی.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر هم د ولسوالۍ ودانۍ د سقوط خبر تاییدوي او وايي، جنګ اوسمهال د ولسوالۍ نه بهر په یو څنګ کې روان دی.

د ښاغلي اسیر په خبره، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې تر اوسه ۵ تنه پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي‌. همدارنګه ۱۰ ولسي پاڅونوال د طالبانو له لوري اسیران شوي او ۸ طالبان هم وژل شوي‌دي.

تر اوسه له‌دې ولسوالۍ نه لسګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او نږدې سیمو ته تللې دي.

ډېرو تخاریانو خبرداری ورکړی‌و، که سیمې ته نور امنیتي ځواکونو ور ونه رسېږي؛ دشت‌کلا به سقوط شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام