د بادغیس ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وايي، طالبانو تېر ماښام له څوو خواوو په ابکمري ولسوالۍ برید کړی او دغه ولسوالۍ یې نیولې ده.
ښاغلي افضلي وویل، طالبانو د ولسوالۍ د ودانۍ، د پولیسو قوماندانۍ او د پوځي کنډک له نیولو وروسته، ټول پوځي تجهیزات ځان سره وړي او نن سهار یې د ولسوالۍ بازار خوشې کړی او د څنګ کلیو ته ستانه شويدي.
هاخوا د بادغیس ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک وايي، بالامرغاب ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو په رسېدلو د دې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او پوځي قرارګاه د طالبانو له محاصرې وتلې چې نښتو کې تر ۵۰ پورې امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان دي.
لهدې سره د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي، بالامرغاب ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او طالبان شا تګ ته اړ شويدي.
نوموړی په ابکمري ولسوالۍ د طالبانو بریدونه تاییدوي؛ خو د نیولو ادعا یې بېاساسه بولي.
د بادغیس والي وویل، بالامرغاب ولسوالۍ کې د تلفاتو شمېر نهدی معلوم؛ خو ابکمري ولسوالۍ کې دوه سرتېري وژل شوي.