په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسون طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز په ملاتړ وايي، په افغانستان کې د سولې او ټیکاوو رامنځته کولو په موخه موږ مسوولیت لرو چې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکار ووسو؛ له دې کبله په دغو وړاندیزونو کې له تاسو سره یو.
نیکلسون له طالبانو سره له مخکېني قید او شرط پرته د سولې خبرواترو له پالیسۍ ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې د اجتماعي فشارونو زیاتوالي خبر ورکړ. جنرال جان نیکلسون وايي:«په افغانستان کې به ټاکنې ترسره شي، افغانان به خپل راتلونکی رهبر وټاکي، په اندونیزیا او نورو ځایونو کې د عالمانو غونډو په جوړېدو سره به پر طالبانو مذهبي فشارونه زیات شي ترڅو په افغانستان کې د جهاد دیني مشروعیت له طالبانو واخلي.»
د نیکلسون په باور، طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې وروستی وړاندیز متفاوت او هیله بښونکی دی. هغه یوځل بیا توضیح کړه، چې پر طالبانو د کابل سولې کنفرانس، دیني، ډیپلوماتیک، نظامي او اجتماعي فشارونو او دغه راز امریکا ته د دې ډلې لیک په افغانستان کې د سولې ټینګېدو هیلې زیاتې کړي دي؛ دغه راز امریکا به هم پر پاکستان فشارونه زیات کړي ترڅو د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او دغه فشارونه به د یوې مثبتې او محسوسې پایلې ترلاسه کېدو پورې دوام وکړي.
د نیکلسونه په خبره، پر طالبانو به نظامي فشارونه دغه ډول دوام وکړي. نوموړې په دې برخه کې د کومانډویانو دوه برابره کولو، د هوايي ځواک زیاتولو، د افغان ځواکونو ته د سلامشورې ورکړې په برخه کې د نظامي امریکايي سلاکارانو زیاتوالي خبر ورکړ.
دغه امریکايي جنرال وايي، نړیواله ټولنه دمګر د افغانستان د ټاکنو له شروع کېدو ملاتړ کوي.
له دې ټولو سره بېره نوموړي زیاته کړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې د کابل ښار امنیت ټینګښت لهپاره پلانونه برابر شوي دي اود دغو پلانونو په عملي کېدو کې د افغان امنیتي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ به وشي.