صنعتکاران: که د برېښنا په بیو کې ټيټوالی را نه شي، نو فابریکې تړو

 د هیواد ځینو صنعتکارانو په یوه اعتراضیه غونډه کې، چې د بریښنا د بیې د لوړیدو په هکله جوړه شوې وه پر حکومت سختې نيوکې وکړې.

هغوی وایي، که حکومت ژر تر ژره د بریښنا بیه ټیټه نه کړي، ټول صنعت کاران او پانګوال به خپلې فابریکې وتړي.

صنعت کاران وایي، سربیره پر دې چې مخکې له دې د هرکلیو واټ بریښنا بیه ۶ افغانۍ وه، خو هغه وخت هم د دوی وسه نه رسېده، اوس د بریښنا شرکت د هرکیلو واټ بریښنا قیمت ۷ نیمې افغانۍ ټاکلی دی.

د افغانستان د صنایعو ټولنې رییس سخي احمد پیمان د دوشنبې په ورځ (اګست ۲۱مه) خبري غونډه کې وویل، د وزیرانو شورا، د مالیې وزارت او د اقتصاد وزارت د پریکړې پر بنسټ، باید ټول صنعت کاران د هرکیلو واټ صنعتي بریښنا د لګښت له پاره۶ افغانۍ ورکړي، خو اوس د بریښنا شرکت د صنعتي شرکتونو د بریښنا بیه له ۶ افغانیو ۷،۵ افغانیو ته پورته کړې ده، چې ټولټال ۲۵ سلنه راځي.

پیمان وایي، د برېښنا شرکت له د برېښنا په نرخ کې د زیاتوالي لامل په اړه معلومات نه لري.

نوموړي وویل، چې د برېښنا شرکت له لوري دغه پريکړه په داسې حال کې کيږي، چې په دې هکله نه د هیواد د صنایعو ټولنې او نه هم د ولسي جرګې غړي په جریان کې اچول شوي.

پیمان زیاتوي، چې په ټول هیواد کې له ۱۸۰۰ څخه ډیر صنعتي شرکتونه کار کوي او که د بریښنا شرکت د بریښنا بیه ټیټه نه کړي، ټول صنعت کاران او پانګوال به خپل شرکتونه وتړي او په پایله کې به یې د هیواد اقتصاد له ستونزو سره مخ شي.

و مو غوښتل، چې په دې اړه د بریښنا شرکت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو وروسته بریالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام