د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د بینالافغاني خبرو اترو د پیل او سولې ته د رسېدو لپاره د طالب بندیانو خوشې کول د حکومت یوه مهمه ژمنه ده او په وینا یې، دا پروسه به د ټولو طالب بندیانو تر خوشې کولو پورې دوام وکړي.
صدیقي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې طالبان هم باید د افغان ځواکونو د خوشې کولو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.
بلهخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ له ولسمشر محمداشرف غني او د مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په یاده لیدنه کې د سولې پروسې، د بینالافغاني خبرو له پیل وړاندې عملي ګامونو، د تاوتریخوالي کمولو د دوام څرنګوالي او نااعلان شوي اوربند په اړه خبرې شوې دي.
خبرپاڼه لیکي، ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي چې حکومت او سیاستوال د جګړې پای ته رسولو او تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره سیاسي اجماع لري او په دې برخه کې یوموټی دي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په یاده لیدنه کې د بینالافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د لازمو عملي ګامونو په اړه خبرې شوې دي.
خبرپاڼې لیکلي، خلیلزاد په یاده لیدنه کې د بندیانو خوشې کولو پروسې پر دوام او له هر هغه اقدام نه پر ډډه کولو ټینګار کړی چې د سولې خبرو اترو پروسه کمزورې کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید ۵ زره طالب بندیان د حکومت له بندخونو او دغه راز ۱۰۰۰ افغان ځواکونه د طالبانو له بنده خوشې شي.
تر اوسه شاوخوا ۲ زره او ۷۰۰ طالب بندیان له بګرام، پلچرخي او ځینو نورو بندخونو نه خوشې شوي دي. طالبانو هم شاوخوا ۴۰۰ د حکومت بندیان خوشې کړي دي.
ټاکل شوې د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو تر تبادلې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.