شهیم: ۵ کلن امنیتي پلان به په افغانستان کې دایمي امنیت راولي

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم نن چهارشنبه ( اپرېل ۱۳مه) د یوې خبري ناستې پر مهال د هېواد امنیتي حالاتو په اړه وویل، چې په وارسا کې د ناټو تړون غړو هیوادونو غونډه کې د ګډون له پاره افغان دولت ۵ کلن امنیتي پلان جوړ کړی.

شهیم زیاته کړه، دغه ۵ کلن پلان په هیواد کې د دایمي امنیت ټینګښت په موخه چمتو شوی دی.

د هغه پر خبره، دغه پلان د افغانستان امنیت ټینګښت، بیارغونې، ښه حکومتوالي او تل پاتې سولې او امنیت په اړه دی.

دغه راز، لوی درستیز وویل، د عمري په نوم د طالبانو پسرلني عملیات پروپاګند دی.

طالبانو تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د عمري په نوم پسرلني عملیات یې پیل کړي دي.

خو شهیم ولس ته ډاډ ورکوي، چې افغان امنیتي ځواکونه د هر راز، بریدونو شنډولو چمتووالی او توان لري.  

په همدې حال کې د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال هم نن په کابل کې خبريالانو ته وویل، چې په ۵ کلن امنیتي پلان کې ګواښونه، دښمن او تر احتمالي ګواښ لاندې سیمې، تعریف او پر ضد يې مبارزه هم تعریف شوې.

مینه پال زیاته کړه، دغه پلان د هیواد ټولې سیمې رانغاړي.

نوموړي دا هم وویل، چې په دغه پلان کې د امنیتي ځواکونو ټولې اړتیاوې څیړل شوي او د هغه پر خبره  دا یو هر اړخیز پلان دی، چې په پلي کیدو سره يې د هیواد ټولې سیمې تر امنیتي پوښښ لاندې راځي.

له بل لوري د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل سلام وطندارته وویل، چې  که په پلان کې د افغانستان اراضي له پاره ځواک محاسبه شوی وي او کافي شمیر ځواک، سلاح او قوي روزنه وي بیا کولای شي ټول هیواد تر پوښښ لاندي راولي.

افغان چارواکي داسې مهال د امنیت ټینګښت ډاډ ورکوي، چې په دې وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفینو خپلو بریدونو ته  زور ورکړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام