شهریار خان : له افغانستان سره به د کرکټ په اړه مشوره وکړو

د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان هم په راتلونکې ۲۰۱۹ کال کرکټ نړېوال جام سیالیو کې د کمو لوبډلو د ګډون خلاف د  کرکټ نړېوالې شورا پریکړې سره نه دي ولاړ.

نوموړي پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې نوموړې د کرکټ نړېوالې شورا د پریکړې خلاف دی او د بدلیدو کوښښ به یې وکړي.

خان زیاته کړه، چې پاکستانی کرکټ بورډ په دې باور لري، چې کرکټ نړېوال جام سیالیو کې باید کم ترکمه ۱۴ مخکښ کرکټ هېوادونه ګډون ولري.

شهریار په وینا، چې په دې اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې په اړه به د افغانستان په ګډون له نورو غړو هیوادونو او په ځانګړې توګه له اسیايي مخکښو کرکټ هیوادونو سریلانکا او بنګله دیش سره خبرې وکړي.

د پاکستاني کرکټ بورډ مشر زیاته کړه هيله من دی، چې په دې اړه له افغان، سریلانکایي، بنګله دیشي او نورو کرکټ بورډونو سره په ګډه یوه ثابته تګ لاره غوره کړي.

دیادونې وړ ده، چې ښایي پاکستان ته په کرکټ نړېوال جام سیالیو کې د افغانستان ګډون یا نه ګډون دومره مهم نه وي، خو پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله اوسمهال پخپله په نړیوال کرکټ درجه بندۍ کې د سترې کندې په لور روانه ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د نوې پریکړې له مخې به یواځې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د درجه بندۍ ۸ مخکښې لوبډلې به نیغ په نیغه په ۲۰۱۹ کال کرکټ نړېوال جام سیالیو کې ولوبيږي چی په اوسني حساب کې ترې پاکستانۍ لوبډله پاتې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا په پریکړه کې راغلي، چې د انګلستان په کوربتوب ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کی به د ۸مخکښو کرکټ لوبډلو ترڅنګ دوې لوبډلې د ټاکنیزو پړاو له لارې د ګډون حق ترلاسه کړي.

دیادونې وړ ده، چې پاکستاني کرکټ ملي لوبډلې تېره میاشت د بنګله دېش خلاف د یو ورځنیو لوبو تاریخي سیریز وبایله او له همدې کبله یې زمبابوی لوبډله پاکستان ته ور وغوښتله ترڅو پرې د خپلو نړېوالوشړو لوبغالو د بیا ابادولو ترڅنګ په نړېواله درجه بندۍ کې خپل مقام هم ښه کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام