شنونکي: ۹۶یم کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه نه و

د اقتصادي برخې ځېنې شنونکي ۱۳۹۶ له ننګونو ډک کال بولي او وايي، له اقتصادي پلوه په‌دې کال کې د افغانانو ژوند د هوساینې او بدلون برخو کې ګټور پرمختګ نه‌دی شوی.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد شبیر بشیري له سلام ‌وطندار سره خبرو کې وویل چې په ۱۳۹۶ کال کې د خلکو د پېرېدلو کچه ټیټه شوې او د بې‌کارۍ په کچې کې هم کموالی نه، بلکې ډېروالی راغلی دی.

بله‌خوا د اقتصادي چارو بل کارپوه اذرخش حافظي د هېواد د اقتصادي وضعیت او اقتصادي پرمختګ د امنیت او ثبات په تامین پورې تړلی بولي.

د ده په باور، کله چې سوله، امنیت او ثبات نه وي؛ متشبثین پانګونه نه‌کوي او کله چې جګړه وي؛ د بهرنیو شتمنیو جلبولو کې هم کموالي راځي. د ښاغلي حافظي په وینا، تېر مالي کال کې نسبت د نفوسو کچې ته د افغانستان د اقتصادي پرمختګ کچه ټيټه وه.

خو د احصاییې مرکزي ادارې چارواکي هېواد کې د ۱۳۹۶ کال لومړیو نهو میاشتو کې د ناخالصو کورنیو تولیداتو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې اداري اداري مرستیال حسیب‌الله موحد وايي، سږ کال د کرنې برخې تر یوه حده پرمختګ کړی چې د کوکنارو په ګډون ناخالصو کورنیو تولیداتو کې د کرکیلې ونډه ۳۲.۴ سلنې ته رسېږي چې په ناخالصو کورنیو تولیداتو کې د صنعت ونډه بیا ۱۸ سلنه او د خدمتونو ونډه ۴۹ سلنه ده.

ښاغلی موحد زیاتوي، د ۱۳۹۵ کال په پرتله د صادراتو او وارداتو برخې کې ښه‌والی راغلی او د سوداګرۍ د بېلانس کسر هم کم شوی‌ چې له ۹۰ سلنې نه ۸۸.۶ سلنو ته راټیټ شوی.

د احصاییې مرکزي ادارې مرستیال همدارنګه وايي، د ناخالصو کورنیو تولیداتو د زیاتوالي پر بنسټ، تمه ده دې کال کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ۲.۳ سلنې ته ورسېږي.

د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي هم وايي، افغانستان ۱۳۹۶ کال کې د سوداګرۍ، اقتصاد او ټرانزیټ په برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلې.

د ده په خبره، سږکال د ژمنې شوې او په کار لګېدلې پانګونه ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

د احصاییې مرکزي ادارې چارواکي وايي، ځېنې وخت د دې امکان هم چې چې ستونزې رامنځته شي؛ خو په ټوله کې د هېواد اقتصادي وضعیت ښه‌والی او اقتصادي پرمختګ د وګړیو له پرمختګ نه لوړ دی.

د هغوی په وینا، کله چې د اقتصادي پرمختګ کچه د وګړیو له پرمختګ نه لوړه وي؛ د اقتصادي وضعیت د مخ په ښه کېدو معنا ورکوي.

هرات کې د ټاپپي پروژې له‌مخې د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د ګازو لېږد پروژې عملي چارو پیل، د هند له دوو ښارونو او د قزاقستان له الماتا ښار سره د افغانستان د هوايي لېږد ـ رالېږد دهليزونو پرانېستل او له یو ترکي شرکت سره د کجکي برېښنا بند له دویمې برخې د برېښنا تولید او اخېسلتو تړون لاسلیکول؛ له نورو هغهو کارونو څخه دي چې ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان په اقتصادي برخه کې رامنځته شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام