د چارو شنونکي وايي، طالبان هڅه کوي، چې د ملااختر محمد منصور له وژل کېدا وروسته، د هغه د ځای ناستي په توګه ملایعقوب د ملاعمر زوی یا هم سراج الدین حقاني خپل نوی مشر وټاکي.
دا خبرې وروسته له هغه مطرح کېږي، چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.
په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام وطندار ته وویل، له ۲ ورځو راهیسې په بېلابېلو ځایونو کې د لوړپوړیو طالب مشرانو له خوا غونډې روانې دي، چې د خپلې ډلې مشرولي ور وسپاري.
ویل کېږي، چې سراج الدین حقاني او هیبت الله نورزی او ملا نیازی د طالبانو هغه لوړپوړي قوماندانان دي، چې ښايي له ډلې یې یو د طالبانو د مشرولۍ له پاره انتخاب شي.
د برق په وینا، د پاکستان استخباراتي اداره هڅه کوي، چې سراج الدین حقاني د طالبانو د اوسني مشر په توګه وټاکل شي. د ده په خبره، دا ټول هغه کسان دي، چې جګړې ته د سولې پر خبرو لومړیتوب ورکوي.
د چارو شنونکی وحید مژده هم تاییدوي، چې طالبان له دوو ورځو راپه دې خوا غونډې کوي، چې له یادوو شویو کسانو نه به یو د خپل مشر په توګه غوره کړي؛ خو د ده په باور، په قوي احتمال داسې انګېرنې شته، چې ملایقعوب ته د دې ډلې مشري وسپارل شي، ځکه چې هغه د لوی کندهار دی.
خو د مژده په نظر، د یعقوب په ټاکلو سره د نورو له خوا استمعالېدونکي طالب چارواکي او د سیمې استخبارات کولی شي، چې جنګ ته لمن وهي او د نورو موخې تعقیب کړي، دا ځکه چې دی ځوان او بې تجربې شخص دی.
د مژده زیاتوي، د ملاعمر زوی به یو سمبولیک مشر وي او په راتګ به یې تر ډېره د طالبانو په منځ کې خپلمنځي ستونزې ځکه حل شي، چې دی د مشر ملا زوی دی.
د چارو بل شنونکی محب شریف هم په دې باور دی، چې ښايي د ملارسول مرستیال سراج الدین حقاني او یا هم ملایعقوب د ملامنصور پر ځای راشي.
دی زیاتوي، که دا ټاکنه په کوټه کې وشي؛ نو د پاکستان د استخباراتي کړیو لاسوهنه به حتمي په کې شامله وي او کولی شي، چې د ډلې د مشرولې له پاره سراج الدین حقاني رامخکې کړي، چې د دوی ګټې په کې خوندي دي.
د شریف په خبره، ښايي د دې ډلې د مشرولۍ له پاره ملایعقوب او یا هم ملاعبدالمنان ته چې د ملاعمر ورور دی؛ لومړیتوب ورکړل شي.
خو دی بیا دا ګونګوسې هم بې ځایه نه ګڼي، چې ښايي طالبان خپل مشر په افغانستان کې وټاکي، ځکه چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړیو، په ځانګړي ډول معتصم اغا جان پخوا هم په دې ټینګار کړی و، چې د دې ډلې مشر باید په افغانستان کې انتخاب شي او بیاځلي هم ټینګار کوي، که چېرې یې مشر په افغاني قلمرو کې وټاکل شي؛ د پاکستان اغېز به پرې راکم شي.
افغان دولت او امریکا په ځلونو په پاکستان تور پوری کړی، چې د طالبانو او حقاني شبکې له پاره یې په خپلې ولکې لاندې خاوره کې پټنځایونه برابر کړي او په مستقیم او غیرمستیقم ډول یې پراخ ملاتړ کوي.
په همدې اساس د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور په پاکستان کې پيدا او ووژل شو.
د امریکا د دفاع وزارت پرون یلي وو، د افغان طالبانو مشر ملامنصور یې ځکه په نښه کړ، چې نوموړي په افغانستان کې امریکايي او د امریکا متحدو ځواکونو ته "ځانګړي او حتمي ګواښونه" پېښ کړي وو.
د پینټاګون ویاند جییف ډیویس خبریالانو ته ویلي، دا په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی، بلکې د امریکا د هغه دفاعي اصولو له مخې شوی، چې امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي، چې د هغو خلکو خلاف چې هر چېرې وي؛ بریدونه وکړي، چې په مستقیمه توګه امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ پېښ کړی وي.
بل خوا پاکستان پرون "دوشنبې"په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار او هغه ته یې په بلوچستان کې د امریکا د هغه برید په اړه اعتراض وړاندې کړ، چې د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور په کې ووژل شو.