شنونکي: خوست او پکتیا ته د حقاني شبکې لېږد به خورا خطرناک وي

تېره ورځ په ځينو رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګني د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول اې، ايس اې په پام کې لري، چې د حقاني شبکه د افغانستان خوست او پکتیا ولایتونو ته وليږدوي.

د چارو څېړونکي وايي، چې که پاکستان د حقاني شبکه د افغانستان خوست او پکتیا ولایتونو ته ولېږدوي په دې سره به په افغانستان کې جګړې زور واخلي.

دوی وايي، چې کابل ته څېرمه ولایتونه به د اوس په پرتله له ستر امنیتي ګواښونو سره مخ شي او پاکستان به په دې سره ځان د امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو له فشارونو وژغوري.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل وايي، چې د پاکستان دا لوبه ډېره خطرناکه ده، ځکه پر وینا يې، د پکتیا او خوست غرني او په ځنګلونو پوښلي ولایتونه دي او دغه ځایونه د ترهګرو د پټنځای له پاره خورا ښه دي.

د نوموړي پر وینا، نه یوازې دا چې پکتیا او خوست پلازمينې کابل ته څېرمه ولایتونه دي، بلکې حقاني خپله هم د پکتیا اوسیدونکی دی او د خپل نفوذ څخه په استفادې به د ځوانانو له اوزګارتیا ناوړه ګټه واخلي او خپلو لیکو ته به يې جذب کړي.

امرخېل خبرداری ورکوي، چې که افغان دولت دغې موضوع ته جدي پاملرنه و نه کړي، نو شونې ده، چې په کابل کې به هم ناامني زیات شي.

امرخېل وايي، که حقاني شبکه یو وار په دغو ولایتونو کې ځای پر ځای شو، نو بیا به يې د درېيو قل اردو ګانو ځواکونو زور هم پرې و نه شي رسيدای.

هغه عمده دلیل يې د پکتیا غرونه او ګڼ ځنګلونه په ګوته کوي.

په همدې حال کې د چارو بل څېړونکی عبدالغفار ګردیزی وايي، چې دا به ډېر ګواښونکی کار وي او د امریکا په ګډون به د افغان امنیتي ځواکونو له پاره بدمرغۍ وزيږوي.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا وايي، چې د حقاني شبکه که دلته جګړه کوي، نو د القاعده او نورو ترهګرو په څېر د افغانانو دوښمنه شبکه ده او افغان ځواکونه به دوی ته هیڅکله د فعالیت اجازه ور نه کړي.

اوسمهال حقاني شبکه د پاکستان په وزیرستان کې پټنځایونه لري او د افغان حکومت پر وینا، دغه شبکه له هماغه ځایه پر افغان امنیتي ځواکونو او عامو وګړو خونړي بریدونه طرحه کوي.

په دې وروستیو کې پر پاکستان د امریکا فشارونه ډېر شوي دي او څو ځله پر پاکستان د امریکا ژمنې شوې په میلیونونه ډالر مرسته هم له دې امله کنګل شوي، چې ګواکې پاکستان د نورو ترهګرو شبکو پر وړاندې رښتینې مبارزه نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام