د کرکټ نړۍ یو مشهور پښتون لوبغاړي شاهد افریدي اوسمهال د هغه افغان راشدخان ارمان صفتونه کوي چې څو کاله د افریدي سر سخت مینهوال و.
شاهد افریدي بېګا په لندن کې د کرکټ کور په نامه (لارډز) کرکټ لوبغالي کې د ویسټانډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د نړۍ د غورې لوبډلې کپټاني وکړه چې ترڅنګ یې د افغانستان کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لهپاره پهداسې سیالۍ کې له ماشومتوبه د ده مینهوال راشدخان ارمان هم ولوبېد.
د سیالۍ له بایللو وروسته چې د شاهد افریدي لهپاره د نړۍوال کرکټ وروستۍ لوبه هم وه؛ په خبري غونډې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې راشد خان اوسمهال په نړۍوال کرکټ کې مخ په لوړه روان دی.
د افریدي په وینا، راشدخان چټک دی، ډېر ژر زدهکړه کوي او له همدې کبله په کم عمر کې په ډېره لوړه کچه کرکټ کوي او له استعدادونو ډک لوبغاړی دی.
شاهد افریدي دغه راز وویل، دا چې د پاکستان پر ځای یې خپله وروستۍ نړۍواله سیالۍ په (لارډز) کې وکړه؛ ځکه خواشینی نهدی ځکه خپل قسمت ور ورسېد.
د نوموړي په وینا، په لارډز نړۍوال کرکټ لوبغالي کې ورته ښه هرکلی ویل شوی او خوشاله دی چې پهدې تاریخي لوبغالي کې یې د خپل نړۍوال کرکټ وروستۍ لوبه وکړه.
شاهد افریدي د اوسني عصر کرکټ تاریخ ښه الراونډر لوبغاړی شمېرل کېږي چې نېږدې ۲۲ کاله یې نړۍوال کرکټ وکړ؛ خو پاکستان ورته د مخې ښې سیالۍ ورنهکړه او بېګا یې په لارډز لوبغالي کې د تل لهپاره له نړۍوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.
د نړۍ غوره کرکټ لوبډلې او ویسټانډيز ترمنځ د ویسټانډيز توپانځپلو کرکټ لوبغالو د بیارغولو په موخه د مرستې راټولونې شلاوریزه لوبه کې ویسټانډيز د ۱۹۹ منډو څخه دفاع وکړه چې د نړۍ غوره لوبډله یې په ۷۲ منډو له ماتې سره مخ کړه چې راشدخان پهکې په ۴ اورونو کې د ۴۸ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول او هم یې ۹ منډې جوړې کړې.