په هرات، بادغېس، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې سختو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د دغو ولایتونو په ډله کې په هرات کې ډېرو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړول شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد سلاموطندار ته وویل، یاد سېلابونه د دغه ولایت په ګذره، انجیل، زندهجان، غوریان، ګلران، کشککهنه، کشک رباطسنګي او د هرات ښار په یو شمېر سیمو کې راغلي دي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه یې له کبله ۸ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
فرهاد زیاتوي، یادو سېلابونو خلکو ته د ځاني او مالي زیان اړولو ترڅنګ، لسګونه کورونه، ځینې تاریخي ابدې، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه، د اوبو څاهګانې، پلونه، پلچکونه او سړکونه تخریب کړي دي.
په هرات کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او افغاني سرې میاشتې د ادارو مسوولان وايي، د دوی ډلې خلکو ته د اوښتو زیانونو کچه مالوموي او یو شمېر کورنیو سره بېړنۍ مرستې هم شوې دي.
په همدې حال کې یو شمېر زیانمنې کورنۍ د مرستو نه ور رسېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، هر څه یې اوبو وړي او حکومت باید ورسره مرسته وکړي.
اړوند مطالب:
سېلابونه؛ په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کسان مړه او له ۱۰ ډېر ټپیان دي
بغلان؛ د واورو اورېدو نږدې ۸ سوه څاروي مړه کړي
وروستیو واورو ورښت او سړې هوا ۲۳ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي
دغه راز وروستیو سېلابونو په بادغېس کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د بادغېس د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې سرپرست رییس جهانګیر متین سلاموطندار ته وویل، د دغه ولایت په ۵ ولسوالیو کې سېبلابونه راغلي چې په پایله کې یې ۸ کسان مړه، ۲ ټپیان او ۵ نور ورک دي.
د بادغېس والي عبدالغفور ملکزی بیا زیانمنو کورنیو ته ډاډ ورکوي چې تر څېړنو وروسته به ورته د مرستو لړۍ پیل شي.
بلهخوا د فاریاب د والي ویاند احمدجاوېد بیدار وايي، په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو ۸ کسان مړه کړي او ۱۱ نور ټپیان او ورک شوي دي.
د نوموړي په وینا، سلګونه هټۍ، لسګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو زیانمنه کړې ده.
په سرپل او جوزجان کې هم بارانونو او سېلابونو خلکو ته ځالي او مالي زیانونه اړولي دي.
د سیمهییزو مسوولانو په وینا، د یادو سېلابونو له کبله په مرکز او ولسوالیو کې ۵ کسان ورک شوي، سلګونه کورونه، کرنیزې ځمکې او باغونه تخریب شوي دي.
په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله له طبیعي پېښو سره د مبارزې په فوقالعاده عالي غونډه کې اړوندو ادارو او بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره له سېلاب ځپلیو سره مرستې وکړي.