جګي چن د هالیووډ یا امریکایي فلمونو پېژندل شوی ستوری د سینګاپور له اړخه له نشته يې توکو سره د مبارزې د لومړي سفیر په توکه ګومارل شوی دی.
جکي چن په نړۍ کې د کانګ فونیز ستوري په نوم شهرت لري.
ټاکل شوې ده، چې د سینګاپور ځوانانو ته د نشه یي توکو د ناقانونه کارونې په اړه خبرداری ورکړي او له هغې تجربې نه به یې خبر کړي، چې د ده زوی پرې اخته شوی و.
د جکي چن ځوان زوی په چین کې له ۶ میاشتو زندان وروسته د فبرورۍ په میاشت کې له بند نه خلاص شو.
نوموړی تېر کال د نشه یي توکو د کارونې او نشه يي توکو ته د ځوانانو د هڅونې په جرم په ۶ میاشتو بند محکوم شو.
د چین پولیسو د نوموړي له کوره د پلټنې په وخت کې د ۱۰۰ ګرامو چرسو د پېدا کولو خبر هم ورکړی و.
هغه مهال د جګي چن زوی په محکمه کې په خپل جرم اعتراف وکړ، چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځه په خپل کور کې يې ۴ ځله نورو کسانو ته نشه يي توکي ورکړي او د نورو نه راغوښتي دي.
د جګي چن زوی قاضي ته وویل، د قانون نه يې سرغړونه کړې او په راتلونکې کې به دا ډول عمل تکرار نه کړي.
جکي چن د معرفي کولو په مراسمو کې راغلو ځوانانو ته وویل: " که تاسې نشه یي توکو ته مخه کړې، نو خپل خپل هېواد او ټولنې ته به زیان و رسوې" او په وينا يې نشه يي توکي کورنۍ له بدبختۍ سره مخ کوي.
د جګي چن فلمونه نه يواځي دا، چې په خپل هېواد چين کې شهرت لري بلکې د نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې هم زیات مينه وال لري.
دی په خپلو فلمونو کې تر ډېره بريده هڅه کوي، چې طبيعي رول ولري او زيات فلمونو کې يې د کراټې رزمي رول لوبولی دی.
دغه مشهور کراټه باز اوس غواړي په سينګاپور کې د نشه يي توکو سره معنوي مبارزه وکړي او له خپل شهرت څخه په استفادې ځوانان په نشه يي توکو له روږېدو وژغوري.