د شیرین تګاب سرپرست ولسوال سېد لقمان ګهریک سلام وطندار ته وویل، چې (استانه بابا) د شيرين تګاب ستراتيژيکه سيمه ده او دغه سيمه اوسمهال د طالبانو په ولکه کې ده.
خو نوموړي وویل، چې د دغې سيمې د سقوط يواځنی علت دا دی، چې افغان امنيتي ځواکونه وغوښتل د یادې ستراتيژيکې سيمې څخه ستراتيژيک شا تګ وکړي.
ګهرک وویل، د افغان ځانګړو ځواکونو ستراتيژيک شاتګ سيمه ییزو پولیسو د روحيې د تضعیف لامل شو او مجبور شول، چې خپلې امنيتي پوستې پرېږدي.
نوموړي زياته کړه، استانه بابا کې ۴۰ کلې پرتې دي او ددغې سيمې په سقوط سره به شيرين تګاب، خواجه سبزپوش او دولت اباد ولسوالۍ هم له سقوط سره مخ شي.
د شیرین تګاب سرپرست ولسوال د فاریاب ولایت په یاده سيمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو ستراتيژيک شا تګ د تېښتې يو ډول یاد کړ او زیاته کړې يې ده، چې د دوی دغه شا تګ زیات شمېر اوسېدونکي خپلې مېنې پرېښودو ته اړ کړي او د دغه ولسوالۍ په مرکز کې میشت شوي دي.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې اصفه شاداب سلام وطندار ته وویل، چې د استانه بابا د سقوط يواځنی لامل د دغه ولایت د سرپرست والي له لوري سيمه ییزو پولیسو سره د مرستو نه کول دي.
نوموړې زیاته کړه، د همغږۍ نشتوالی د دی لامل شوی، چې زیات شمېر سيمه ییز پولیس د جنګ کولو څخه لاس په سر شي.
مېرمن شاداب وویل، چې فاریاب یو له کليدي ولايتونو بلل کيږي او وسله وال طالبان غواړي، چې د دغه ولایت په نيولو سره کابل د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.
د ولسي جرګې غړی نقیب الله فایق وویل، چې تېره شپه د پولیسو پوستې یو په بل پسې سقوط وکړ او د خلکو د پاڅون ځواکونه هم د طالبانو په کلابند کې دي.
فایق زیاته کړه، چې د جنګ له پاره سلګونه وسله وال طالبان قرايي سيمه کې مېشت شوي دي.
وسله والو طالبانو په دغه سيمه کې میشت ۴۰۰ سيمه ییزو پولیسو ته خبرداری ورکړی، چې که په دغه سيمه کې د دوی لاس ته ورشي او یا جنګ وکړي، نو سرونه به يې پرې کړي.
فایق دا هم وویل، چې د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنيت عمومي مشر رحمت الله نبيل او معصوم ستانکزي ورته ويلي، چې ډېر ژر به افغان امنيتي او ځانګړو ځواکونو له لوري په دغو سيمو کې پوځي عملیات ترسره شي.