د اسلامي جمعیت، اسلامي وحدت، د افغانستان د خلکو وحدت، اسلامي جنبش، د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي او ملي محاذ ګوندونه، د حراست او ثبات ډله او د پخواني ولسمشر حامد کرزي استازي نن کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د رایورکوونکیو نوملیکنې اوسنی بهیر، فساد او بحران رامنځتهکوونکی بولي او د رایورکوونکیو نوملیکنې بهیر کې د بایومتریک ټکنالوژۍ کارولو غوښتنه کوي.
د اسلامي وحدت ګوند غړی اسدالله سعادتي د سیاسي ګوندونو او ډلو اعلامیې لوستلو پرمهال وویل، حکومت او د ټاکنو کمېسیون هم د هېوادوالو وخت او هم میلیونونه ډالره بېځایه لګولي دي.
ده په ورته وخت کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د نوملیکنې اوسنی بهیر باطل اعلان کړي.
د خبرپاڼې په پای کې د ګوندونو ټولو مشرانو لاسلیک کړی او پهدې باور دي چې د نه لېږد وړ واحدې رایو نظام باید په څو اړخیز نظام بدل شي، ځکه څو اړخیز نظام په مساوي توګه د ټولو هېوادوالو لهپاره د رایې له حقه د ګټې اخېستلو زمینه برابروي.
خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د سیاسي ګوندونو او بېطرفو بنسټونو لهپاره باید د څار خونه رامنځته شي چې هغوی د ټاکنو په بهیر بشپړ نظارت ولري.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي سلاموطندار ته وویل، د رایورکوونکیو نوملیکنې بهیر په شفافه توګه مخ ته ځي او سیاسي ګوندونو په ډېر ځنډ سره غوښتنه مطرح کړې چې د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.
دی هیلهمن دی چې سیاسي ډلې او ګوندونه د قانون له موادو سره مطابق خپلې غوښتنې مطرح کړي.
په پای کې د سیاسي ګوندونو او ډلو خبرپاڼه خبرداری ورکوي، که د دوی غوښتنو ته درناوی ونهشي؛ دوی به یې د اجرا کولو لهپاره له خپلو ټولو امکاناتو او غوراویو څخه ګټه پورته کړي.