سږکال د فرضي حج مراسمو ادا کولو په موخه ۱۸۰ زرو کسانو نوم‌لیکنه کړې

د حج او اوقافو وزارت معین داعي الحق عابد وايي، د سږني کال فرضي حج زیارت کوونکو له‌پاره یې پوره چمتووالی نیولی او هڅه کوي په سعودي عربستان کې د حاجیانو له‌پاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ولسي جرګې د نن ورځې عمومي غونډې ته د حج او اوقافو وزارت معین او د اریانا افغان هوایي شرکت رییس ورغوښتل شوي وو، چې د حاجیانو لېږد او هغوی ته د خدمتونو برابرولو په اړه معلومات ورکړي.

عابد وویل، د سږکال د فرضي حج مراسمو له‌پاره له ۱۸۰ زرو زیات کسانو نوم لیکنه کړې، یوازې به ۳۰ زره کسان د پچې اچونې له لارې سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

نوموړي وویل، تراوسه یې ۱۵ زره پاسپورټونه جوړ کړي او د روژې میاشتې تر لومړۍ نېټې به د پاسپورټونو وېش هم پيل شي.

د اریانا افغان هوایي شرکت رییس محمد نادر عمر وویل، د دغه شرکت امکاناتو محدود دي نه‌شي کولی په ۲۵ ورځو یا یوه میاشت کې ۳۰ زره حاجیان ولېږدوي.

دی وايي، کوښښ کوي په دې برخه کې له بهرنیو امکاناتو هم استفاده وکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د حج او اوقافو وزارت او اریانا شرکت د تېر کال له کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل، دوی باید سږکال هم د حاجیانو له‌پاره لازم خدمات برابر کړي.

محمدنادر عمر د اریانا افغان هوایي شرکت تر ټولو غټه ستونزه د بودیجې نه‌شتوالی بولي او له حکومته غواړي د حاجیانو لېږد په موخه د نویو الوتکو د رانیولو له‌پاره بودیجه په واک کې ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام