سپین غر بازان نن د اسیايي فوټبال د سيالیو په نيمه پای لوبه کې لوبيږي

د افغانستان په استازیتوب د هېواد فوټبال غوره لیګ سیالیو اتله (د سپین غربازان) فوټبال لوبډله د سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو نیمه پای لوبو ته رسېدلې، چې دغه سيالۍ د بنګله دېش د فوټبال لیګ اتلې لوبډلې "چټاګانګ" پر وړاندې نن ۶ بجې لوبه ترسره کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، چې د سپین غر بازان لوبډلې د لومړي ورځ وروستۍ لیګ لوبه کې د سریلانکا د کورني فوټبال اتله (سولیډ) لوبډلې ته ۳ د ۱ ګول پر وړاندې ماتې ورکړه.

د بنګله دېش په کوربتوب د شیخ کمال ترنامه لاندې د فوټبال جام سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې افغانستان په خپل لومړي ګروپ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سپین غر بازان لوبډله د لوبې تر ۷۵ مې دقیقې پورې ۱ د ۰ په مخکیوالي سره د سریلانکایۍ لوبډلې په بریا روانه وه.

د سیالیو د رسمي پاڼې د معلوماتو له مخې،  په وروستیو ۱۵ دقیقو کې د سپین غر بازان لوبډلې له پاره د لوبې په ۷۵ مه دقیقه کې مصطفی افشار، ، په ۸۰ مه دقیقه کې رضا الله یار او په ۸۵ مه دقیقه کې غلام حضرت نیازي ترسره کړ.

سید هاشمي په هراړخیزه لوبې کولو د غوره لوبغاړي جایزه او ۵ سوو امریکایي ډالرو جایزه هم ترلاسه کړه.

دغه راز د لیګ سیالیو څخه په دویمه بریا د سپین غر بازان لوبډلې ته ۱۰۰۰ امریکایي ډالره جایزه هم ورکړل شوه.

په خپل لومړي ګروپ کې د ۳ لیګ سیالیو وروسته افغانستان د کوربه بنګله دیش (ډهاکه محمدان) او د سریلانکا (سولیډ) لوبډلو ته ماتې ورکړې، خو له هندۍ (کلکته محمدان) لوبډلې سره یې سیالۍ برابره پای ته رسولې ده.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې ورځې لوبه کې هم د افغانستان په استازیتوب لوبیدونکې سپین غر بازان لوبډلې د تشویق له پاره سلګونه افغان نندارچیان د چټاګانګ فوټبال لوبغالي ته ورغلي وو او خپله افغان لوبډله ېې تر بریا تشویق کړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د سویلي اسیا د ۵ هیوادونو ۸ مخکښو فوټبال کلپونو ترمنځ پیل شوې دي، چې ګټوونکي لوبډلې ته به ۲۵ زره امریکایي ډالره او دویم مقام ګټوونکي لوبډلې ته د ۱۰ زرو امریکایي ډالرو د انعام ورکولو اعلان شوی.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په استازیتوب د سپین غر بازان فوټبال لوبډله شاهین اسمایي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دغو اسیایي فوټبال جام سیالیو ته غوره کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام