سي‌ان‌ان: امریکا له افغانستانه د ۴ زرو سرتېرو د اېستلو پر طرحې کار کوي

سي‌ان‌ان د دوو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې امریکا د روان کال تر مني پورې له افغانستانه د خپلو څلور زرو نورو سرتېرو د اېستلو پر طرحې کار کوي.

اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم شوی او د یادې طرحې په عملي کېدو سره به دا شمېره ۴۵۰۰ ته را ټیټه شي.

په راپور کې لیکل شوي چې د حکومت پر وړاندې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره سم د امریکايي ځواکونو د کمولو په اړه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده.

که څه هم یاده پرېکړه تر اوسه وروستۍ شوې نه ده، خو د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر د یادې طرحې په اړه له ناټو سره غږېدلی او د ناټو له چارواکو سره په بروکسېل کې پرې بحث شوی دی.

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه‌لیک له مخې چې د تېر کال په کب میاشت کې د قطر په دوحه کې لاسلیک شو، امریکا هوکړه وکړه چې په ۱۴ میاشتو کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ رییس مکېنزي تېره اوونۍ وویل چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا هم له امریکا سره پر شوې هوکړې عمل نه دی کړی او د دولتي ځواکونو پر وړاندې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام