سير بهادرزاده برازيلي سيال په ګونډو کړ

سير بهادرزاده چې په «ډي ګرېټ» مشهور دى. دغه افغان لوبغاړي او برازیلي لوان چګاس ترمنځ ازاده سیالي (فري فایټ) نن ګهیځ په امریکا کې ترسره شوه.

سیر بهادرزاده ښه لوبه وکړه او د خپل سیال په ماتولو سره یې ۲۴مه اتلولي خپله کړه.

په امريکا کې مېشت دغه ۳۴ کلن لوبغاړي له دې مخکې د ازادې مبارزې ۳۰ سیالۍ کړي دي چې ۲۳ اتلولۍ، ۱ مساوي لوبله او ۶ ماتې لري.

بهادرزاده په ټوليزه توګه ۱۳ لوبې په ناک اوټ او ۱۱ نورې بيا د امتيازونو په توپير ګټلي دي.

د بهادرزاده او چګاس ترمنځ لوبه د «یو ایف سي» سازمان په چوکاټ کې چې د دې ورزش تر ټولو معتبره اداره شمېرل کېږي د امریکا نیوجرسي ایالت په اټلانټیک ښار ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

مشهور برازيلي مبارز لوان چګاس د افغان سير بهادرزاده په وړاندې له ماتې مخکې په ۱۸ ترسره شویو سیالیو کې ۱۵ ګټلي دي، ۲ یي بایللي او ۱ لوبه یې برابره پای ته رسولې وه.

د افغانستان زيات شمېر لوبغاړي اوسمهال د فري فايټ يا ازادې مبارزې سيالۍ کوي او په دې وروستیو کې په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام