سوداګرۍ خونه: افغان سوداګرو ته د سارک وېزه نه ورکول کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، چې افغان سوداګر له ګانډویو هېوادونو سره د ترانزیټ په برخه کې له موجودو ستونزو او د سارک وېزې نه لرلو له امله شکایت کوي.

د سوداګرۍ خونې د عامل رییس عتیق الله نصرت د پانګونې او سوداګریزو فرصتونو په موخه جوړې شوې غونډې کې وویل، چې سارک سازمان د سټېکر سارک په نوم ګروپي وېزه جوړه کړې ده، چې په دې وېزې سره د دې سازمان ټولو غړیو هېوادونو ته سوداګر تګ را تګ کولی شي.

دی وايي، چې دغه وېزه تر اوسه هیڅ افغان سوداګر ته نه ده ورکړل شوې.

نصرت د ملي یووالي حکومت له مشرانو او له بهرنیو چارو وزارت وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته د سارک وېزې اسانتیا برابره کړي.

له بل لوري په دې غونډه کې د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې رییس سورج وادیا په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې غوره اقتصادي فرصتونه شته دي، خو ناامنیو د سارک غړیو هېوادونو د پانګونې مخه نیولې ده.

د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې رییس وویل، دی به افغان سوداګرو د ستونزو د حل له پاره د سارک غړیو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

ده همدا ډول له افغان حکومته وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له پاره زمېنه برابره کړي.

په دې غونډه کې د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواري وویل، چې افغان حکومت د پانګونې په برخه کې د سارګ غړیو هېوادونو له پاره د زمېنې برابرولو او همکاریو هڅه کوي او زیاته یې کړه، چې د سارک وېزې د ستونزو حل له پاره یې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولینو په وینا، افغان سوداګر تل د هېوادونو د سیاسي اړیکو له امله اغیزمن شوي دي او سیاسي ستونزو د دوی اقتصادي چارو ته زیان اړولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام