په ولسمشرۍ ماڼۍ او سپېدار کې د لوړې جلا جلا مراسمو ته تیاری روان دی.
محمداشرف غني او عبدالله عبدالله هوډ لري چې سبا دوشنبه د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
ارګ او سپېدار دواړو د هېوادونو سیاسي استازولیو او کورنیو مېلمنو ته بلنلیکونه استولي، ان تر دې چې غني او عبدالله یو بل ته هم بلنه ورکړې چې د لوړې په مراسمو کې یې برخه واخلي.
خو د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د لوړې د دوو مراسمو د جوړېدو مخه ونیسي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د لوړې د دوو جلا جلا مراسمو جوړولو د مخنیوي په تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې بېپایلې وې.
بلهخوا د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم غړي فضلاحمد معنوي ویلي چې خلیلزاد نن هم د ارګ او سپېدار ترمنځ پیغامونه تبادله کړي دي. معنوي زیاتوي چې د خبرو اترو دروازې لا هم پرانېستې دي او په وینا یې، دوی کړکېچ نه غواړي.
دغه راز د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال که څه هم د خلیلزاد د ګامونو په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې ارګ به هرومرو سبا دوشنبه د لوړې مراسم جوړوي.
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د لوېدیځو ډيپلوماټانو له خولې راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالات او نړیوال همکاران یې په افغانستان کې د لوړې دوو جلا مراسمو جوړولو غوسه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، سفارتونو له دواړو لوریو بلنلیکونه ترلاسه کړي او نه پوهېږي چې سبا د کوم یوه په مراسمو کې ګډون وکړي.
د لوېدیځو ډيپلوماټانو لویه اندېښنه دا ده چې هسې نه روان انسداد د سولې خبرو اترو رامنځته شوي فرصت ته زیان واړوي.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل هم پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې له دا ډول ژور او پراخ ناورین سره نه و مخ شوی.
نوموړي پر عبدالله او غني غږ کړی چې روغه وکړي او هېواد له ناورین نه وژغوري.