سرپل کې یو کیلو پیاز په ۲ افغانۍ شوي

د سرپل یوشمېر کروندګر وايي، د مناسب بازار او سړوخونو نه‌موجودیت او کرنیزو حاصلاتو ته یې د دولت نه‌پام، اړ کړي چې خپل کرنیزو محصولات په نیمه بیه وپلوري.

د سرپل کروندګر ابراهیم، علي‌رضا او حسن وايي، له یولک نیولې تر ۵ لکه افغانۍ یې د خپلو کروندو له‌پاره له بانکونو په پور اخیستي او پر حاصلاتو یې لګوي، خو اوس نه یوازې خپل سر نه‌ پوره کوي، بلکې څو برابره زیان ور اړوي.

د دوی په وینا، کرنیز محصولات یې بازار نه‌لري، بهرنیو هېوادونو ته یې د صادرېدو له‌پاره هم اسانتیاوې نه ورته برابرېږي او دولت یې هم ترې نه‌ اخلي. په لکونو پیسې پرې لګولي، خو اوس یوه کیلو پیاز په ۲ افغانیو پلوري. مخکې په سرپل کې د یو کیلو پیازو بیه له ۱۰ تر ۱۵ افغانیو وه.

خو د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزوچارو امر اسدالله شایق وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو حاصلات ډېر دي او همدا لامل دی چې بیې یې ټیټې شوې دي.

نوموړی که څه هم مني چې دې ولایت کې د سړو خونو نه‌موجودیت کرونګرو ته زیان اړولی، خو وايي په ۱۳۹۸ کال کې به د پیازو ۱۲ زېرمتونونه جوړ کړي.

د سرپل کروندګر وايي، د دولت نه‌پام له امله د افغانستان پیاز او ځینې نور کرنیز محصولات پاکستان ته صادرېږي او هلته په سړوخونو کې تر ساتل کېدو وروسته په لوړه بیه بېرته افغانستان ته راواردېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام