د افغانستان د سرهصلیب چارواکیو نن د انځورونو د نندارتون او خبري غونډه په جوړولو سره د دې مرکز د بیاتوانایۍ پروګرام ۳۰مه کلیزه ونمانځله.
پهدې غونډې کې د سرهصلیب رییس «جو آن پدرو» وویل چې په افغانستان کې د دوی د دېرش کلن کار پرمهال له ۱۸۰ زرو ډېر کسان لهدې مرکز سره ثبت شوي او د بیاتوانایۍ پروګرام له خدماتو برخمن شويدي.
ښاغلی پدرو زیاتوي چې له یادې شمېرې ۱۵۰۰ تنه یې د جګړو معلولان او پاتې یې د ځېنو ناروغیو، طبیعي او ټرافیکي پېښو او یا د ولادي سویشکل له امله معلول شوي کسان وو چې دې مرکز سره ثبت شويدي.
د ده په وینا، هر کال شاوخوا له ۱۰ زرو نه تر ۱۲ زرو معلولان د دوی په مرکزونو کې ثبتېږي.
ځېنې معلولان ـ چې د سرهصلیب د بیاتوانمندۍ له پروګرامه برخمن شوي ـ وايي چې د مرستو او مصنوعي غړیو له ترلاسه کولو وروسته دوی بیاځلي ژوند ته ګرځېدلي دي.
رحمان چې خپله پښه یې د کورنیو جګړو پر مهال پرې شوې، د سرهصلیب د بیاځلي توانایۍ مرکز له لوري نوموړي ته دوکان جوړ شوی او د دې مرکز د باسکټبال د تیم غړی هم دی.
فرزانې هم ۲۱ کاله مخکې د ماین په چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړې. هغه وايي چې د یو ګاونډي په مرسته د سرهصلیب د بیاځلي توانایۍ مرکز ته ورغلې او مصنوعي پښه یې ورجوړه کړېده.
فرزانه اوس د سرهصلیب د بیاځلي توانایۍ مرکز کې کار کوي.
د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیي چې له ۳ تر ۵ سلنه د هېواد نفوس معلول دی چې د دې وزارت په وینا، وایي چې همدا اوس د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بیاتوانانۍ ۲۲ مرکزونه فعالیت کوي.