ستانکزی: له وخته وړاندې ځم، خو ځواکمنه اداره پرېږدم

د افغانستان کرېکټ بورډ پخواني اجرایوي رییس شفیق‌الله ستانکزي نن د خپل شاوخوا ۴ کلن ماموریت د راپور په وړاندې کولو له یادې ادارې سره مخه ښه وکړه.

نوموړي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، په داسې حال کې چې په یوه رسمي سفر تللی و، د افغانستان د کرېکټ لپاره یې لابي کوله او د رسنیو له لارې خبر شو چې له دندې ګوښه شوی دی.

د ستانکزي په وینا، که څه هم د بنسټلیک له مخې یې دنده د راتلونکي ۲۰۲۰ کال د جون میاشتې په ۲۹مه نېټه پای ته رسېده، خو د ولسمشر پرېکړې ته درناوی لري او خوښ دی چې یوه ځواکمنه اداره نورو ته پرېږدي.

د شفیق‌الله ستانکزي په وینا، دده په مشرۍ کرکټ بورډ اداری د ۱۰ کلونو مزل په ۳ کلونو کې وکړ او د افغانستان د کرکټ په بیلا بیلو برخو کې تاریخي لاسته راوړنې لري.

هغه دغه راز وویل، دا چی اصولو او افغانستان ته ژمن وو نو دنده یی له سختیو او چیلینجونو ډکه وه خو په خپل ماموریت ویاړي او د افغانستان د کرکټ له پاره خدمت ته راتلونکې کی هم چمتو دی خو داوس له پاره غواړي چې ارام وکړي او له کورنۍ سره وخت تیر کړي.

د شفیق الله ستانکزي په وینا، په ټکسي کې افغان کرېکټ بورډ ته راغلی و، په ټکسي کې به بېرته ځي او خپله کاري موده کې یې له کرېکټ بورډ سره هېڅ ډول خیانت نه‌دی کړی.

اسد‌الله خان تر نړۍ‌وال جامه د کرېکټ بورډ سرپرست اجرایوي مشر شو

د کرېکټ بورډ نوي مشر د بېلابېلو ارزونو خبر ورکړ

شاپورځدران: فضلي وړتیا نه‌لري او شفق ستانکزی دې هم ګوښه شي

افغانستان نېغ په نېغه د کرېکټ نړۍوال جام ته لاره پیدا کړه

نوموړي زیاته کړه، په خپل ماموریت کې یې اداري سېسټم جوړ کړ، لوبغالي او اکاډمۍ یې جوړې کړې، د افغانستان بشپړغړیتوب لپاره یې بریالۍ لابي وکړه، شپږیزه لیګونه یې جوړ کړل، د افغانستان د کرېکټ پرېمیرلیګ پیل شو، د کورني کرېکټ لپاره چوکاټ جوړ شو، ملي لوبډلې خورا پرمختګ وکړ او هم د کرېکټ بورډ د عایداتو د زیاتوالي ترڅنګ یې د ملي لوبغاړیو په عایداتو کې د پام وړ زیاتوالی راوست.

د شفیق‌الله ستانکزي په وینا، افغان کرېکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال لپاره څه باندې ۱۹ میلیونه ډالره نغده بودیجه لري او هم د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د کال له ۴۰ زرو ډالرو نیولې تر ۴ میلیونه ډالروعادیدات لري.

ستانکزي دغه راز وویل، د خپل ماموریت په دوره کې یې د غوراوي کمېټې په چارو کې لاسوهنه نه‌ده کړې او په وینا یې، که په ۲۰۱۷ کال کې یې استعفا منل شوې وای، نن به افغانستان بشپړ غړیتوب نه لرلای.

ستانکزي زیاته کړه، کرېکټ بورډ هر کال د ملي لوبډلو په بېلابېلو بهرنیو سفرونو کې یږدې ۶ میلیونه ډالر لګوي او که سوله راشي، نه یوازې دا لګښتونه را کمېږي، بلکې د افغانستان لپاره به هم ګټه واړوي.

شفیق‌الله ستانکزی د تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په کرېکټ کې ښکېل و چې د فدراسیون د جوړېدو ترڅنګ، د ملي لوبډلې لوبغاړی هم و او د ملي لوبډلې تر منیجرۍ وروسته د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر میاشت کې د ولسمشر د فرمان له مخې، د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس شو.

د یادونې ده چې نن له غرمې وروسته د کرېکټ بورډ نوی سرپرست اجرایوي رییس اسدالله خان هم د دې ادارې غړیو او کارکوونکیو ته په رسمي توګه ور وپېژندل شو.

دغه راز د کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي شفیق‌الله ستانکزی یو بریالی مدیر یاد کړ او د نوموړي لاسته‌راوړنې یې وستایلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام