ستانکزی: زمبابوې نه غوښتل وروستۍ لوبه بشپړه شي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي په زمبابوې کرکټ بورډ تور ولګولو، چې نه یې غوښتل وروستۍ ۵ پنځوس اوریزه سیالي بشپړه شي.

اصغرستانکزي د کرکټ بورډ له خوا په یوې خپرې شوې ویډیو کې ویلي د باران پرمهال د زمبابوې هراري کرکټ لوبغالي کارکوونکو لټي کوله او د لوبې نه بشپړېدو پوره کوښښ یې کولو؛ خو دوی اجازه ورنه کړه.

ستانکزی وايي، کومه سیالي چې د زمبابوې په ګټه وه په هغې کې د لوبغالي شاوخوا ۳۰ کارکوونکو او ان د ټول لوبغالي له لمدېدو څخه د ژغورنې هڅه کوله.

د ده په خبره، وروستۍ برخلیک ټاکونکې سیالۍ یې په ګټه نه وه او د لوبغالي هېڅ کارکوونکی د باران په وخت کې موجود نه و.

کپټان وویل، کله یې د زمبابوې کرکټ بورډ دغه شوم پلان او لټي ولېدله نو خپلو لوبغاړو ته یې وویل، چی په خپله دې په پېچ او شاوخوا میدان ترپالونه هوار کړي او د لوبغالي لمدېدو مخنیوی دې وکړي.

د نوموړي پر وینا، که دوی په خپله لاس په کار شوی نه وی؛ کوربه لوبډلې د باران په پلمه د وروستۍ لوبې ترسره کول نه غوښتل.

اصغر ستانکزي وویل، لوبه بریا او ماته لري، خو مینه وال دې په سختو حالاتو کې هم د لوبډلې ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل، د لوبغاړو مورال اوچت دی او د ایرلینډ خلاف به هم ښې لوبې کوي او له اتلولۍ سره به هېواد ته راستنېږي.

ټاکل شوې، د کرکټ ملي لوبډله د مارچ په ۸ نېټه له ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې سره له ۴ ورځنیو او ۵ پنځوس اوریزه لوبو مخکې د ۳ شل اوریزه لوبو لړۍ پیل کړي.

د لوبډلې مدیر شیراغا همکار وايي، د ایرلینډ خلاف د بېلابېلو ۲۰ اوریزه، ۵۰ اوریزه او څلور ورځنیو سیالیو له پاره به د غوراوي کمېټه یو شمېر نور لوبغالي هم هندوستان ته ورولېږي، چې دا مهال له ملي لوبډلې سره یو ځای شوي نه دي.

دغه راز دغوراوي کمېټې مشر نوروز منګل نن د یوې خبري غونډې پرمهال د هندوستان په کوربتوب د ایرلیند خلاف بېلابېلو کېدونکو ۹ سیالیو ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په رسمي توګه اعلان کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام