ستانکزی: افغانستان کې باید د جګړې جغرافیه بدله شي

د هېواد د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی د وضعیت څېړنې، د پرېکړو او سرتېرو سره د کتنې له پاره هرات ته تللی، چې د یو خبري کانفرانس پر مهال یې سرتېرو ته د هوايي اکمالاتو د پیاوړتیا او د بندو لارو د خلاصون ترڅنګ په لوړې انګیزې ټېنګار وکړ.

ښاغلي ستانکزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جګړې جعرافیه باید بدلون ومومي.

د دفاع وزیر د داعش په اړه وویل، چې پر وړاندې یې غلي نه دي ناست او د دې ډلې د ځپلو له پاره یې لازم تدابیر نيولي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې برخه کې باید جګړه له کليو وویستلی شي، چې ددې کار له پاره د دفاع وزارت هڅې پېل کړي دي.

ستانکزي د افغانستان د جګړې لامل له پولو بهر یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان سوله او ټېکاو د ټولې سیمې په ګته دی.

په همدې حال کې د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې دوی هڅه کوي په ژمي کې د وسله والو مخالفينو ټول پټن ځایونه په نښه کړي او له منځه یې یوسي.

همدا ډول چارواکو له ملي اردو څخه د خلکو د ملاتړ قدرداني وکړه او ټېنګار یې وکړ، چې ولسي وګړي دې د امنيتي سرتېرو سره خپله همکاري زیاته کړي.

د جګړې د جعرافیې د بدلون په اړه له پخوا راهيسې تحلیل ګران وايي، چې په کلیو کې جګړه د دې سبب کيږي، چې د ولسي تلفاتو د رامنځته کېدو له ویرې افغان امنیتي ځواکونه ونه شي کولی، چې د وسله والو په خلاف په ازاد لاس جګړه وکړي.

خو بل لوري هراتي چارواکو او استازو له دفاع وزارت څخه وغوښتل، چې د دغه ولایت امنيتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او ترڅنګ یې د هرات ولایت نظامي کسان په دفاع وزارت کې په لوړو څوکيو وګوماري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام