زمبابوی په کرکټ کې د افغانستان د ماتولو له پاره د کومې جادو په لټه کې دی؟

شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او زمبابوی اوس په دغو سیالیو کې د ټیسټ پر لوبډلو سربېره یو بل سرسخت سیال ته د ماتې له پاره پلانونه جوړوي.

د زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې نوي کپتان همیلټن مساکدزا رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې افغانستان اوس مهال د زمبابوی سرسخت سیال دی.

د نوموړي پر وینا، افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په راتلونکې شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ماتې له پاره زمبابوی ته د ۲۰۰۷ م کال جذبه په کار ده.

مساکدزا د زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې د هغې جذبې یادونه کوي، چې له مخې یې یادې لوبډلې په لومړي پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د کرکټ نړۍ د وخت اتله اسټرالیا له ماتې سره مخ کړې وه.

د زمبابوی پر خلاف هغه مهال ماتې سره اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډله، چې د ۲۰۰۷ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام اتله هم وه، په شل اوریز نړیوال جام کې له مخکې تګ بې برخې شوې وه.

ټاکل شوې ده، زمبابوی کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۶ م کال شپږم پړاو شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې له افغانستان، سکاټلینډ او هانګ کانګ سره دویم پړاو ته درسېدلو په موخه ۳ لوبې وکړي.

د نوي کپتان پر وینا، افغانستان ورته په دې وروستیو کې سرخوږی جوړ کړی دی، خو زمبابوی د افغانستان پر وړاندې له وروستیو ماتو زده کړه کړې ده او باوري دي، چې زمبابوی به د پیلېدونکي شل اوریز کرکټ.

د یادونې وړ ده، چې د زمبابوی نوی ګومارل شوی کپتان همیلټن مساکدزا په داسې حال کې د افغانستان پر خلاف د خپلو تیاریو خبره کوي، چې لاهم په زمبابوی د افغانستان جادو پروت دی او په وروستیو ۳ میاشتو کې یې افغانستان ته ۲ د پنځوس اوریزه او ۲ د شل اوریزه لوبو سیریزونه بایللي دي.

د یادونې وړ ده، چې د زمبابوی کرکټ ملي لوبډله پرون د عربي اماراتو له لارې شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدلو په موخه هندوستان ته ورسیدله.

د کرکټ نړیوالی شورا د مهالوېش له مخې که افغانستان او یاهم زمبابوی د خپل (ب) ګروپ لومړۍ لیکه خپله کړي؛ نو له سویلي افریقا، انګلستان، وېسټ انډیز او سریلانکا سره به د نړیوال جام دویم پړاو لوبې وکړي.

زمبابوی تراوسه په ۴۸ نړیوالو شل اوریزه لوبو ې لوبېدلې ده، چې یوازې ۱۰ لوبې یې ګټلي، ۳۷ یې بایللي دي؛ خو ۱ لوبه یې مساوي پای ته رسېدلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام